په پي ډي اېم كښې د شاملو سياسي ګوندونو اتحاد د مفاداتو په بنياد دے. سېنېټر فېصل جاوېد

image

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي چې په پي ډي اېم كښې د شاملو سياسي ګوندونو اتحاد د مفاداتو په بنياد دے. د خالي په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې دا خلق د خپلې غلا او كرپشن بچ كولو لپاره يو ځائ شوي وو، كله چې د ټولو مفادات وړاندې راغلل نو اوس د يو يو اندېښنې هم رامخې ته كېږي. ده ووئيل چې په دې كښې د حېرانتيا كومه خبره نشته، مولانا فضل الرحمان په هر حكومت كښې دننه وي، په وړومبي ځل د اسمبلې او نظام نه په بهر كېدو ئې حالت سم نه دے. ده ووئيل چې په پي ډي اېم كښې شامل سياسي ګوندونه د ذاتي ګټو تحفظ او د دوي د مشرانو لخوا لوټل شوې غېر قانوني دولت بچ كولو لپاره راوتلي دي، ځكه اولس دوي رد كړي دي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں