اسلام آباد 06 نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز وئيلي دي چې پاکستان د مدينې ریاست په طرز جوړولو زمونږ اصل منزل دې ، وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د خپلو منزل پلو روان يو٬حکومتي اقدامات او پالیسو خواږه به ډير زر اولس ته په لاس ورشي،د ګرانۍ مخنيوي ته پام لرنه كوو، نه د پی ټی وی نجکاری کیږي او نه به ملازمان وېستلې شي۔ده د جمعې په ورځ پی آئی ډی كښې د غذائی تحفظ او تحقیق وفاقی وزیر سید فخر امام او صنعت او پیداوار وفاقی وزیر عماد اظهر سره میډیا ته بریفنګ وركولو۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل وزیراعظم عمران خان عمر له په دې خبره زور راوړې چې ریاست كښې دې عام وګړي له هر ممكن آسانۍ وركړې شي، ټولې ستونزې دې په درشل حل كړې شي٬ هم دغه د مدینې رياست ماډل دې، اصل كښې زمونږ د منزل تعین شوې دې او مونږ په سم پلو روان يو، منزل ته په رسيدو كښې وخت لګي او لاره كښې خنډان هم راولاړيږي، مونږ له به خپل منزل ته رسيدل وي۔ده ووئيل لاهور كښې د كروندګرو لاريون په مهال يو تن مړ كيدو پېښه ناوړه پېښه ده، بايد دا ډول پېښې رامخې ته نه شي۔ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې اولس سره تعلق لرونكو چارو څخه دې اولس وخت په وخت خبر كړې شي، د غنمو ، چینو درآمد ، تقسیم او په رعايتي بيعه وركولو له ګامونه پورته كوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پی ټی وی څخه 1600 کنټریکټ ، ډیلی ویجز، ایډهاك ملازمانو وېستلو او پی ټی وی نجکارۍ خبرونو كښې صداقت نشته