د وزيراعظم عمران خان د سوئيلي ضلعو مشرانو ته خطاب

image
APP61-12 ISLAMABAD: November 12 - Prime Minister Imran Khan speaking at the launching ceremony of Naya Pakistan Certificates. APP

تربت۔13نومبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د بلوچستان د وروستو پاتې كېدو سبب پخواني حكمرانان دي كومو چې بلوچستان كښې د اولس په ځائې خپلې ذاتي ګټې ته پام لرنه كړې۔ كمزورې ډلې ته آساني وركولو نه غېر كوم قام پرمختګ نشي كولے۔ نیا پاکستان ھاؤسنګ سكيم به بلوچستان كښې هم پېل كولے شي۔ د فعاله پالېسيو له امله د كورونا وائرس وباﺀ باوجود د هېواد معيشت په سم لوري روان دے۔ 17 كاله پس په اولني ځل كرنټ اكاؤنټ پلس شوے۔ تېرو څلورو مياشتو كښې مو كوم نوے قرض نه دې اخستے ۔ د كورونا دويمې چپې څخه پاكستان هم ځپلے كېږي۔ په حفاظتي تدبيرونو به عملدرآمد باوري كول وي۔ وزيراعظم د جمعې په ورځ د سوئيلي ضلعو مشرانو ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل د كمزورو ډلو پورته راوستلو نه غېر كوم قام پرمختګ نشي كولے ۔ د مدينې رياست حقيقي فلاحي رياست ؤ ۔ چين په 30 كالو كښې د كروړونو په شمېر وګري بې وزلۍ نه خلاص ګړي۔هغه ووئېل د غوره پالېسيو له امله چين نن د نړۍ معاشي طاقت جوړ شوے۔ چين په نړۍ كښې تر ټولو زيات تندۍ سره ترقي كوؤنكې هېواد دے۔ وزيراعظم ووئيل بلوچستان ته زياته پاملرنه ځكه كولې شي چې دا پرمختګ كښې وروستو پاتې دے او دا به د هېواد د نورو صوبو سره سمول وي۔ هغه ووئيل بلوچستان كښې ترقي راتلونكې ده ۔ هغه ووئيل د نيا پاكستان هاؤسنګ سكيم نه د بلوچستان خلق هم استفاده كولې شي او د 5 مرلې كورونو جوړولو لپاره په 5 فيصده شرح سود پور اغستے كېدے شي۔ د پور زياته شرح به حكومت وركوي۔ د پي ټي آئي حكومت په اولني ځل هېواد كښې هاؤسنګ سكيم معارفي كړو۔ د احساس پروګرام ترسېوري لاندې دوه سوه اربه روپۍ مستحقو وګړو ته وركړې شوي۔ هغه ووئيل د كورونا دويمې چپې ګرده نړۍ كښې تباهي كړې ۔ په ټوله نړۍ د كورونا عذاب راغلے۔هغه ووئېل د لوي څښتن فضل دے چې پاكستان د كورونا اولنۍ چپه كښې د نړۍ د نورو هېوادونو په مقابله كښې كم ځپلے شوے ؤ۔ د كورونا دويمې چپې نه پاكستان هم ځپلے كېدې شي۔ هغه ووئېل په حقيقي تدبيرونو به عملدرآمد باوري كول وي۔ دستوره كښې د بلوچستان ګورنر امان اللہ یاسین زئی، د بلوچستان وزیراعلیٰ ، د پنجاب وزيراعلی عثمان بزدار، د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوری، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر او نورو وفاقی وزیرانو ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں