د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز بيان

image

اسلام آباد 08 نومبر (اے پی پی﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې كوم تحريك چې هره ورځ نوي ميثاق ته ضرورت لري، د هغه كوم سباٶن نه وي، څرګنده شوه چې دوي ته معلومه نه ده چې څه كول دي؟ دا په تياره كښې غشي ولي، د اقتدار په هوس كښې نوې ميثاق كولو سره د اولس بېوقوف جوړولو هڅه به په يو صورت هم كاميابه نه شي، شاهد خاقان عباسي چې په خپله سمه كښې بائيلي نو درغلي او چې د لاهور څخه ئې وګټي نو ټاكټې سپېځلې؟، قوم د سياسي منافقت او دوه مخې څخه بې زار شوے، پاكستان په سم پلو روان دے، نن معاشي اشاريې مثبت دي. د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيلچې كوم تحريك چې هره ورځ نوي ميثاق ته ضرورت لري، د هغه كوم سباٶن نه وي، څرګنده شوه چې دوي ته معلومه نه ده چې څه كول دي؟ دا په تياره كښې غشي ولي، د اقتدار په هوس كښې نوې ميثاق كولو سره د اولس بېوقوف جوړولو هڅه به په يو صورت هم كاميابه نه شي. ده ووئيل چې مولانا صاحب معاشي بحران پېدا كوونكي ستا تر څنګ ولاړ وو، د هغوي نه به دې پوښتنه كړې وه چې داسې مو ولې كړي؟. ده ووئيل چې پاكستان په سم پلو روان دے، نن معاشي اشاريې مثبت دي. سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې مولانا صاحب! چې كله حقيقي آئيني جمهوري نظام نشته نو بيا تاسو د قومي اسمبلۍ نه بهر ئې او ستاسو زوې ممبر څنګه دے؟. د اطلاعاتو او خپرونو وزير ووئيل چې كه آئيني جمهوري نظام نشته نو بيا اپوزيشن ګوندونه د ګلګت بلتستان ټاكنې ولې كوي؟. سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې شاهد خاقان عباسي چې په خپله سمه كښې بائيلي نو درغلي او چې د لاهور څخه ئې وګټي نو ټاكټې سپېځلې؟، قوم د سياسي منافقت او دوه مخې څخه بې زار شوے.(

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں