د پاكستان تحريك انصاف د ګلګت بلتستان ټاكنو كښې بريا د وزيراعظم عمران خان په مشرتابه د اولس د باور څرګندونه ده۔ ډاكټر شهباز ګل

image

اسلام آباد۔ 18نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د ابلاغ خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل د مخالفې ډلې ګوندونو ټاكنو كښې د ټګۍ تورونه رد كولو سره وئيلي دي چې د ګلګت بلتستان اولس د مخالفې ډلې كرپټ لارښودو بې بنسټه كيسې دفن كړې۔ د شورؤ په ورځ ټي وي چېنل سره خبرو كښی هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف د ګلګت بلتستان ټاكنو كښې بريا د وزيراعظم عمران خان په مشرتابه د اولس د باور څرګندونه ده او ګلګت بلتستان د پاكستان مسلم ليګ نون د لارښود د كركې سياست مسترد كړو۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل نن چې كوم خلك نعرې پورته كوي هم هغوي پخوا قومي خزانه لوټ كړې وه ځكه خو اولس دغه خلك مسترد كړې دي۔ هغه ووئيل د پاكستان مسلم ليګ نون او پيپلز ګوند كرپټ لارښود د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ كومه ايجنډا نه لري۔ هغه د مخالفې ډلې په ګوندونو زور راوړو چې هغوي دې په ټاكنو كښې د ماتې خوړلو نه قبولولو بد روايت نه ډډه وكړي۔ او كه هغوي په د ټاكنو په نتيجو كوم اعتراض لري نو هغه دې ثابت كړي۔ هغه ووئيل د ګلګت بلتستان د ټولو انتخابي سروے رپورټونو له مخې د پاكستان تحريك انصاف په ټاكنو كښې پوزيشن تر ټولو غوره دے۔ وزیر اعظم عمران خان ګلګت بلتستان كښې تر ټولو زيات مقبول لارښود په توكه رامخے ته شوے دے او د پاكستان تحريك انصاف بريا د وزيراعظم عمران خان په مشرتابه د اولس د باور څرګندونه ده

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں