د كشمير نر اولس د تېرو اوو لسيزو نه د هندي ظلم، جبر و استبداد او رياستي ترهګرې سره مخ دے

image

اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د اكتوبر 27مه نېټه د تاريخ هغه توره ورځ ده كله چې هند د نړيوال قانون او د مېړني كشميري اولس هيلې او حقونه تر پښو لاندې كولو سره د مسلم آبادې په رياست جمو او كشمير غاصبانه قبضه وكړه. دا هغه توره ورځ ده كله چې هند د كشمير اولس محكومه كولو لپاره خپل پوځونه جمو و كشمير ته ولېږل. د اكتوبر په 27مه نېټه د كشمير تورې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل نر كشميرے اولس د تېرو اوو لسيزو نه د هندي ظلم، جبر و استبداد او رياستي ترهګرې سره مخ دے او د خپلواكې خپل حق ترلاسه كولو لپاره لوئې هلې ځلې كوي. ده ووئيل هند د اګست په 5مه نېټه كال 2019م كښې په غېر قانوني او يو اړخيزه توګه د متنازعه سيمې د حيثيت بدلولو سازش كړے.دا اقدام د نړيوال قوانين، د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د دوه اړخيزه لوظنامو په ضد دے. د دې اقدام نه پس د مودي فسطائي او انتهاخوښي حكومت د مقبوضه كشمير په اولس د ظلم او جبر يوه تياره راخوره كړې. ده ووئيل د يو كال نه د زياتې مودې كرفيو د كشميريانو سره د نړۍ رابطه منقطع كړې. دا د جنت په شان دره نن يو زندان دے، بشپړ بلېك آٶټ دے، د خوراك څښكاك د ورځني څيزونو كمې دے، داروګان او علاج نشته.ده ووئېل معصوم او كم عمره ماشومان محصور دي او د قېد او بند تكليفونه زغمي. ده ووئيل د هند پوځونه د كشميريانو بنيادي حقونه تر پښو لاندې كوي، په ځوانانو سخت ظلم كېږي، په ماورائے عدالت قتلونو كښې اضافه شوې او سياسي مشران په زندانونو كښې پراته دي. وفاقي وزير ووئيل هند دې په دې ځان پوهه كړي چې كوم ظلم او جبر كشميريان د خپلواكې د حق څخه لرې نشي ساتلے. ملګري ملتونه او مهذبه نړۍ دې كشميريانو ته د دوي جائز، قانوني او جمهوري حق وركولو لپاره عملي اقدامات وكړي. ده ووئيل جمو او كشمير يوه شخړيزه سيمه ده او د دې حل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې پروت دے. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د نړۍ په لوي فورم دوه ځله د مظلومه كشميريانو مقدمه په بشپړ قوت وړاندې كړې او د ترجمانې او وكالت فرض ئې په ښه ډول ترسره كړي. د اطلاعات وزير ووئېل پاكستان به په هر فورم په كشميريانو د هند لخوا كېدونكي ظلمونه په ډاګه كوي او د دوي د بنيادي حقونو تحفظ لپاره به غږ پورته كوي.ده ووئېل مونږ به تر آزادې ترلاسه كولو د كشميريانو وروڼو خوئېندو سياسي، سفارتي او اخلاقي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں