كراچۍ د ښارئي سېلاب نه ساتلو لپاره به جامع منصوبه په ترجيحي بنيادونو جوړول وي٬ كراچۍ د شهري سېلاب نه ساتلو لپاره دې سندھ حكومت تل پاتې او اوږد مهاله لائحه خپله كړي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري

image

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په کراچۍ كښې د شهري سېلاب مخنيوي لپاره د جامع منصوبې زر تر زره د جوړولو سپارښتنې كولو سره وئيلي دي كراچۍ د ښار د سېلاب نه ساتلو لپاره به جامع منصوبه په ترجيحي بنيادونو جوړول وي٬ كراچۍ دې د ښارئي سېلاب نه ساتلو لپاره د سندھ حكومت تل پاتې او اوږد مهاله لائحه خپله كړي، د نړيوال معيار له مخې د سېوريج او سېلابي اوبو د موثره انتظام نظام به خپلول وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د صدر مملکت آصف علي زرداري په مشرۍ كښې كراچۍ د شهري سېلاب نه ساتلو په لړ كښې غونډه وشوه چې پكښې د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاہ هم ګډون كولو۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل په كراچۍ كښې د زمكې دننه د سرنګونو د لارې په سېلاب قابو موندلو لپاره فزيبلټي سټډي دې په دريو مياشتو كښې بشپړه كړې شي٬ كراچۍ او د سمندر ساحلي سيمې پاكې ساتلو لپاره د نړۍ د نورو مېټروپوليټن ښاريو سره برابرولو ته اړتيا ده٬ د ،سرنګونو د مجوزہ منصوبې به ښه ماحولياتي اثرات وي٬ د سندھ حكومت دې نړيوال ډونرز څخه د سرنګونو مجوزہ منصوبې لپاره د ماحولياتي فنانسنګ په ترلاسه كولو غور وكړي۔ ده ووئيل د ناولو اوبو د پاكولو نظام څخه به د بلوچستان زراعت لپاره هم اوبه ترلاسه شي او دې سره به د فشريز څانګې هم وده ومومي۔ ده ووئېل حېدرآباد ته سټي فلډ او د سېورېج مسئلې ورمخې ته دي د كومو چې ترجيحي حل ته اړتيا ده، په غونډه كښې صدر مملکت ته د نړيوالو آبي او سيوريج مينجمنټ پوهانو لخوا جامع بريفنګ وركړے شو٬ پوهانو د سټي فلډ او سيوريج چيلنجز مخنيوي لپاره بېلا بېل وړاندېزونه وركړل ٬ پوهانو د واشنګټن ، لندن او سنګاپور د زمكې دننه د سيوريج په نظام هم رڼا واچوله۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د کراچۍ په هائي فلډ زونز كښې د سړكونو لاندې د سېورېچ واړه او لوئي سرنګونه جوړېدې شي٬ په جديد ټېكنالوجۍ اډانه سرنګونو څخه به اولس٬ ټرافېك او د زمكو د ملكيت پحقله پرېشانۍ نه وي، په کراچۍ كښې هره ورځ نزدې 450 مېليونه ګيلن سېورېج پېدا كېږي٬ د سيوريج او د باران اوبه په وړو او لويو نالو كښې جمع كېږي٬ د سيوريج او سېلاب اوبه د ټريټمنټ نه غېر سمندر كښې شاملېدو سره د سمندر ماحولياتي نظام خيرن كېږي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د كراچۍ د نالو د موجوده نېټ ورك صلاحيت محدود دے او د كراچۍ په سسټم كښې د زياتي اوبو نه جذب كېدو په سبب سټي فلډ رامخې ته كېږي۔ په غونډه كښې ايډجوټنټ جنرل ليفټيننټ جنرل محمد عاصم ملك، د سندھ بلديات وزير سعيد غني ، د كراچۍ ميئر بيرسټر مرتضيٰ وهاب، سركاري چارواكو ٬ د اوبو د انتظام ځائي او نړيوالو پوهانو هم ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں