اسلام آباد 24جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د سمندر پورې پاكستانيانو او مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن سره ملاقات كړے۔د شورو په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې په ملاقات كښې خواري كښو او اقليتونو ته په ورمخې ته مسئلو خبرې اترې وشوی۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي بنو٬لكي مروت٬ټانك٬ډي آئي خان٬سوئېلي وزيرستان٬ميانوالي او د بهكر خواري كښو ته په ورمخې ته ستونزو رڼا واچوله۔ده په دې خبره زور راوړو چې د كډوالو دفتر نشتوالي له امله دې خواري كښو ته د محفوظو ويزو ترلاسه كولو لپاره يو اوږد سفر كول وي كوم چې د 1979 اميګريشن آرډيننس له مخې لازم دے٬د دې مسئلې حل كولو لپاره د خېبرپښتونخوا ګورنر په ډي آئي خان كښې د محافظ مهاجرين دفتر جوړولو تجويز وركړو كوم به چې په ذكر شوو سيمو كښې خدمت كوي او د ځايې خواري كښو لپاره به عمل آسانوي۔په دې موقع په ډي آئي خان كښې د يو ليبر كالونۍ په جوړولو هم خبرې وشوې۔دواړو چارواكو د دې پروژې په ګټه غور وكړو كوم به چې خواري كښو له استوګنه او آسانۍ وركوي او د هغوي د ژوند معيار به ښه كوي۔ګورنر فيصل كريم كنډي په خېبرپښتونخوا كښې اقليتونو ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو ذكر كولو سره د كليسو٬ګردوارو او د شمشان ګهاټو سمونې او رنګ روغن لپاره هم خواست وكړو ۔ده د دې مذهبي ځايونو د جديدت په اهميت زور راوړولو سره هغې ته د پائيدار او د تعطل نه غېر د توان وركولو لپاره د سولرائزېشن حل وركولو تجويز وركړو ۔وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن د هغه د تجاويز تائيد وكړو او باور ئې وركړو چې د ګورنر فيصل كريم كنډي لخوا په وړاندې كړو اندېښنو او تجاويز به غور كولې شي۔دواړو ډلو د خواري كښو او اقليتونو خېرښېګړې لپاره د شريكو هڅو ضرورت ته اتفاق وكړو كومو څخه چې په خېبرپښتونخوا كښې شموليت او پرمختګ ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه وشوه۔