اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د ” استحصال ورځ“ په موقع وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د ګل په ورځ د خارجه دفتر څخه د كشمير استحصال ورځ لاريون وشو د كوم مشري چې خارجه سيکرټري محمد سائرس سجاد قاضي كوله۔لاريون كښې د خارجه دفتر افسرانو او ملازمانو پشمول د ژوند د بيلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړو۔د لاريون ګډون كونكو دې نه پس د پارليمنټ په خوا كښې تر ډي چوك لاړل چرته چې لاريون د يوې جلسے شكل اختيار كړو۔لاريون كښې شريك كسانو د هند په غير قانوني تسلط جموں او کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو او د 5 اګست 2019 راهسې راروان يو اړخيزه او غير قانوني اقداماتو غندنې لپاره بينرز پورته كړې ؤ۔هند په غير قانوني تسلط جموں او کشمير په نړيواله كچه منلې شوې متنازعه حيثيت کمزورې كولو له نن څخه 5 كاله وړاندې يو اړخيزه او غير قانوني اقدامات کړې،هند په 5 اګست 2019 نه تر اوسه سيمه كښې د خپل غير قانوني اقدامات سره د نړيوال قوانين، کشميريانو هيلو او جموں او کشمير په اړه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو خلاف ورزي کوي۔د لاريون كډون كونكو د پاکستان د دې موقف پخلے وكړو چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو له مخې جموں او کشمير اولس د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كولو د هغوې د منصفانه هلو ځلو اخلاقي، سفارتي او سياسي حمايت روان ساتي