اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د نجكارۍ٬ سرمايه كارۍ بورډ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي د معيشت قوي لپاره په زيان د چلېدونكو ادارو د نجكارۍ عمل روان دے ٬ سرمايه كارۍ او په معاشي لحاظ سره اروپائي هېوادونه د اهميت وړ دي٬ كراچۍ څخه تر سكهر موټر وے جوړولو ته وړومبې پام لرنه كو دغسې چې تر پېښور روډ نېټ ورك بشپړ شي٬ د تجارت ودې لپاره چين او تر مېنځنۍ اسياء هېوادونو روډ نېټ ورك به بشپړوٶ۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د فرانس سفير نکولس ګېلے سره وكړې چا چې دوري سره ملاقات كولو ۔ په دې موقع د شريكې خوښې چارو پشمول د هېواد په معاشي معملات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د فرانس سفير په دې موقع د نېشنل ډے په استقباليه كښې په ګډون كولو د وفاقي وزير مننه وكړه۔