داخله وزير محسن نقوي د مجلس وحدت المسلمين پلاوي سره وليدل، په کرم كښې په رامخې ته شوو پېښو د سختې اندېښنې څرګندونه

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي سره د مجلس وحدت المسلمين اېم اېن اے حميد حسېن په مشرۍ كښې د كرم ضلعې څه تعلق لرونكي پلاوي ملاقات وكړو۔ په دې موقع داخله وزير په کرم كښې رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښو باندې د اندیښنې څرګندونه كولو سره په سباٶن كښې د دا ډول پېښو مخنيوي لپاره په جامع تګلاره ترتيبولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ محسن نقوي د قيمتي ځانونو په ځان د غم دړد څرګندونه كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ محسن نقوي ووئيل د دوو ډلو ترمېنځه تصادم ته غلط رنګ وركړے شوے٬ په دې لړ كښې د سيمې مشرانو له د دې مسئلې تل پاتي حل لپاره خپل مثبت كردار ادا كول پكار دي٬ حکومت به د معاملې حل لپاره هر ممكن معاونت كوي٬ په سېمه كښې ورورولي او همكاري برقراره ساتلو لپاره ټولو له په ګده كردار لوبولو ته ضرورت دے۔ دغسې وفاقي وزير محسن نقوي د کرم د دواړو ډلو د سر مشرانو نمائنده پلاوې هم ملاقات لپاره راوبللو۔ د پلاوي په غړو كښې منير حسېن، پروفيسر شبير بنګش، محمد بشير بنګش، رحيم ګل او حاجي نور رحمان شامل وو۔ په دې موقع داخله سيکرټري خرم علي آغا هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں