اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب د فچ ريټنګز استازو سره زوم ميټنګ وكړو چې مشري يې سينئر ډائرېكټر تهامس روم ميكر٬د آسيا پيسفيك ډائرېكټر سوورين٬ کرسجنیس کرسټینز اور جیریمی زوک وكړه۔په غونډه كښې د وزارت اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔د وزارت نه جاري شوې اعلاميې له مخې د ګل په ورځ د خزانې وزير د نړيوال مالياتي فنډ(آئي اېم اېف)سره د پاكستان 9 مياشتو سټينډ بائي ارینجمنټ په كاميابۍ بشپړېدو سره د پیل كېدونكې پاكستان موجوده معاشي منظر نامې په اړه يو پراخه اپ ډيټ وركړو ٬د هېواد په معاشي اشارو د دغې په مثبت اثرات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ده په جون 2024 كښې د پاكستان زرمبادله ذخائر تر 9.4 ارب امريكېائي ډالر رسولو ٬ د سټاك ايكسچېنج قوي كاركردګۍ او كنزيومر پرائيس انډيكس٬افراط زر شرح 12.6 فيصد كېدو په اړه هم خبرې وګرې ۔ده ووئيل غېر ملكي ترسيلات زر كښې 7.7 فيصد اضافه ليدلې شوې ۔ د مالياتي اصلاحات په اړه خطاب كښې محمد اورنګزېب د ټيكس بنياد پراخه كولو لپاره د حكومت په هڅو زور راوړو ۔ده ووئيل د مالي كال 2023 په مقابل كښې مالي كال 2024 په مهال د ټيكس وصولۍ كښې 30 فيصد اضافه شوې ۔د دې نه علاوه 150000 څخه زيات د خوراك څښاك څيزونه خرڅونكو په وړومبي ځل ټيكس وركوونكو په توګه اندارج كړے ۔د آئي ټي برآمدات 3 ارب ډالر څخه زيات شوي۔دغسې وفاقي وزير ريټنګ ايجنسي د ګڼ شمېر ادارو لخوا د پاكستانو پروژو د مالي اعانت په اړه د اعتماد نه خبر كړل او هغوي ته ئې جولائي 2024 كښې د ائي اېم اېف سره د يو نوې مينځنۍ مودې پروګرام لپاره پاكستان سره د سټاف ليول لوظ نامې ته حتمي شكل وركولو په اړه ووئيل چې مقصد ئې د پاكستان اقتصادي اصلاحات ايجنډې ته تقويت وركول دي۔دغسې فچ ريټنګز استازو د پاكستان حكومت لخوا خپل كړي اقدامات٬اهداف او مالياتي اقدامات وستائېل او اقتصادي اشاريو كښې د بهترۍ اعتراف ئې وكړو۔