اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د خزانې او توان وزارتونه به د مسئلو تل پاتي حل لپاره اړوندو شراكتدار سره په ګډه كار روان ساتي ۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د توان وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره د پورټ قاسم اليکټرک پاور کمپنۍ پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ د پلاوي مشري د کمپني چيف ايګزيکټوآفيسر ليانګ كوله ۔ د پورټ قاسم اليکټرک پاور کمپنۍ پلاوي وزير خزانه ته د بريفنګ په مهال ووئيل كمپني آپريشنز او د واجب الادا وصوليو په سبب د رامخې ته ځينې مسئلو نه خبر ده۔ پلاوي په دې خبره زور رواړو چې پاور چائنا د چين لويه سركاري كمپني ده او د پاكستان د توان په ماركيټ كښې كليدي كردار لوبوي۔ د خزانې وزير د پلاوي د تجويزونو هركلي كولو سره ووئيل حکومت د پورټ قاسم اليکټرک پاور کمپني او د چين د نورو كمپنو لخوا پاكستان كښې د بجلۍ په څانګه كښې سرمايه كاري تسليموي او د دې ستائنه كوي۔ په دې موقع پلاوي په تعميري رائے او مرسته د خزانې وزير مننه وكړه۔ د پلاوي مشر د بجلۍ په څانګه كښې د مسئلو حل لپاره په تګلاره جوړولو كښې كمپنۍ سره د بشپړه مرستې كولو وړاندېز هم وركړو