د راروانو 24 ساعتونو په مهال کشمير، ختيز پنجاب، خطه پوټھوهار، اسلام آباد، بالائي خېبر پښتونخوا او سوئيلي ختيز سندھ كښې د سيلۍ سره د باران امكان دے

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال کشمير، ختيز پنجاب، خطه پوټھوهار، اسلام آباد، بالائي خېبر پښتونخوا او سوئيلي ختيز سندھ كښې د سيلۍ سره د باران امكان دے دغسې شمالي ختيز پنجاب او کشمير كښې د زيات باران امكان دے۔د هېواد په نورو سيمو كښې به موسم ګرم او خشك وي۔د اتوار په ورځ د موسمياتو محكمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم ؤ۔دغسې خطه پوټھوهار، شمالي ختيز پنجاب، بالائي خېبرپښتونخوا او کشمير كښې په ځينې ځايونو كښې باران شوې۔ سیالکوټ كښې 136، اسلام آباد كښې 84، لا هور مښې 55،ګجرات كښې 52، منډي بهاؤالدین كښې 36، پينډۍ كښې 32 ، ګو جرا نوالا كښې 11، منګلا كښې 08، جهلم ، حافظ آباد كښې 03، مری ، اټك كښې 02 ، خېبرپښتونخوا: کاکول كښې 39، مردان كښې 24، بالاکوټ كښې 13، مالم جبه كښې 02، بلوچستان: بار کھان كښې 24، کشمیر : کو ټلي كښې 14، راولاکوټ كښې 09، مظفر آباد كښې 03 او ګړهي دوپټه كښې يو ملي ميټر باران شوے۔د اتوار په ورځ په نوکنډي كښې 48، دالبندین كښې 47، چلاس، پنجګور او سبی كښې 45 درجه حرارت ریکارډ شوې۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں