اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن وزير مملکت شزه فاطمه خواجه د پاکستان مسلم ليګ (ن) نورو مېرمنو پارلماني غړو سره د عظميٰ بخاري په ضد د ډيپ فېك ويډيو د لارې د ناسمې پروپېګنډې غندنه كولو سره وئيلي دي د دې ذمه وار او د ناسمه وېډيو شېئر كوونكي به د قانوني كاروائۍ د لارې د عبرت نشان جوړولې شي، يو خاص سياسي ګوند د ناسمې پروپېګنډې د لارې مخالفين او مېرمنې په سوشل ميډيا په نخښه كوي٬ نور به داسې نه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه شزه فاطمه خواجه موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم رابطه کارې رومينه خورشيد عالم، د قامي اسمبلۍ غړو شائسته پروېز ملك، نوشين افتخار، زېب جعفر او وجيهه قمر سره د جمعې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وكړه ۔ شزه فاطمه ووئيل د عظميٰ بخاري ايډيټ كړې شوې ويډيو په سوشل ميډيا وائرل كړې شوې، د بل چا عكس پرې لګولې شوې٬ عظميٰ بخاري په سياست كښې خپل مقام جوړ كړے٬ ھغه په مړانه د حكومت او د خپل سياسي ګوند موقف وړاندې كوي٬ د دې وېډيو مقصد هغه غلې كول دي۔ دې ووئيل په سوشل ميډيا پليټ فارم د دې جعلي وېډيو پحقله درخواست وركړے شوے چې مېټا په سمدستي توګه په كاروائي كولو دا وېډيو ډيليټ كړي ، د دې ويډيو پوسټ او د تصديق نه غېر د ري پوسټ كوونكو په ضد به كاروائي كوٶ، د هغې په نړيواله كچه سپكاوې شوے٬ ذمه وار به د عبرت نشان جوړوٶ، هغوي سره به رعايت نه كېږي۔ دې ووئيل د يو سياسي ګوند مشرتابه لخوا د مېرمنو په ضد بيان بازي كېږي چې ورسره ټولنه تباه كېږي٬ د عظميٰ بخاري ډيپ فيک ويډيو جوړه كړې شوې٬ مونږ اصل ويډيو موندلې ۔ دې ووئيل مونږ په اېف آئي اے كښې هم درخواست جمع كړے٬ ډېره زر به كاروائي اوشي او ذمه وار به د بې نقابه كولو سره سزا كړے شي۔ دې ووئېل عظميٰ بخاري د هغوي دروغ بې نقابه كوي ځكه د هغې كردار كشي شوې۔ دې ووئيل هغوي د مدينې د رياست خبره كوي چې پكښې نارينه او زنانه ته يو ډول حقونه ترلاسه دي٬ هغوي د اسلام ناسمه كارولو سره د مېرمنو سپكاوې كوي، د هغوي د مشرانو او كاركنانو تربيه داسې شوې چې په سبب ئې ځوان نسل تباه كېږي۔ دې ووئېل مونږ له خپلو حقونو سره سره مذهبي، سياسي او د معاشرتي ذمه دارو احساس كول پكار دے، د خپلو ځوانانو ښه تربيه پكار ده٬ دې ووئيل د سائبر كرائم په تندۍ سره پرېكړو كولو لپاره اتهارټي جوړوٶ