اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي اېف پي سي سي آئي پاكستان كښې د تجارت او صنعت نمائندګي كولو اعلٰی اداره ده٬حكومت د سوداګرۍ ورورولۍ ښیګرې لپاره به په هر پليټ فارم د دوي ملاتړ روان ساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د فېډرېشن آف پاكستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټريز(اېف پي سي سي آئي)صدر عاطف اكرم شېخ په مشرۍ كښې د تجارت وزارت دورې كونكې پلاوي سره په خبرو كښې وكړه ۔پلاوي وفاقي وزير ته د شنګهائي مرستې تنظيم بزنس اينډ انويسټمنټ كنفرنس 2024 كښې د ګډون بلنه وركړه كوم به چې په 11 ٬ 12 ستمبر اسلام آباد جناح كنونشن سنټر كښې كېږي۔د تجارت وفاقي وزير د پلاوي لخوا وركړې بلنه قبوله كړه او د پاكستان كاروباري څانګې مخ په وړاندې بوتللو كښې ئې د اېف پي سي سي آئي كردار وستائېلو او د دوي روانو او د سباؤن اقداماتو لپاره ئې د بشپړې وزارتي مرستې وعده وكړه۔دغسې وفاقي وزير د اېس سي او كنفرنس اهميت باندې رڼا واچوله۔د ملاقات په مهال د اېف پي سي سي آئي صدر عاطف اكرم شېخ د سوداګرې ورورولۍ لخوا د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او په كنفرنس كښې ممكنه كاروباري موقعو په اړه ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده د سعودي عرب٬متحده عرب امارات٬چين او روس او نورو هېوادونو راتلونكي تجارتي پلاويو كښې د اېف پي سي سي آئي نمائندكانو شاملولو په اهميت رڼا واچوله۔په دې مهال د تجارت وزير بزنس ټو بزنس ميچ ميكنګ ميټنګز كولو كښې اېف پي سي سي آئي هڅې وستائېلې۔