اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د پارلماني غړو پلاوي د اسماعيل هانيه په شهادت قامي اسمبلۍ څخه منظور شوے د غندنې متفقه قرارداد پاكستان كښې د ملګرو ملتونو نمائنده له وركړې۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ دوهم سپيکر سيد غلام مصطفي شاه په مشرۍ كښې د قامي اسمبلۍ پلاوي د ملګرو ملتونو ريذيډنټ او د بشري حقونو د کوآرډينيټر د دفتر دوره وكړه۔ د پلاوي په غړو كښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، پارلماني غړي ډاکټر طارق فضل چوهدري، مولانا عبدالغفور حېدري، سيد امين الحق، انجم عقيل خان، خالد حسېن مګسي، رانا قاسم نون، ډاکټر نفيسه شاه او د شازيه مري پشمول نور غړي هم شامل وو۔ پلاوي د ملګرو ملتونو ريذيډنټ او د بشري حقونو د کوآرډينيټر ته د فلسطين په اړه د قامي اسمبلۍ لخوا منظور كړے شوے متفقه قرارداد وركړو۔ د يادونې وړ ده چې قامي اسمبلۍ په دوېم اګست د اسماعيل هانيه په شهادت متفقه قرارداد منظور كړے ٶ۔