اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي)د نجكارۍ٬سرمايه كارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي په وړومبي ځل د 100 څخه زياتو چينائي كمپنو پاكستان ته راتګ خوشبينه دے او اوس به دواړه هېوادونه بزنس ټو بزنس هلو ځلو ته لا وده وركړې شي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي سره په ملاقات كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د چين څخه به د ټيكسټائل ٬پلاسټك٬سرجيكل او فټ ويئر پشمول بېلو مهمو څانګو كښې سرمايه كاري اوشي او د تعميرات غوندې لويو څانګو كښې هم”جوائنټ وينچر”كېدے شي۔عبدالعليم خان ووئيل د چين كمپنو سره به پاكستانو ادارو او سركاري چارواكو له هر ممكن مرسته كول وي او دغسې د پاكستان او چين كمپنو ترمينځه د شريك بزنس سيشن د تابيا به لا ګټور اثرات رامخې ته شي۔وفاقي وزير سره په ملاقات كښې سفير خليل هاشمي ووئيل په چين كښې د پاكستان سفارتخانه په بشپړه توګه متحرك ده او په خاص توګه كمرشل څانكه شپه او ورځ كار كوي۔وفاقي وزير په چين كښې د پاكستان سفارتخانې خذمات ستائېلو سره ووئيل مونږ له به چينائي كمپنو ته هر ممكن مرسته وركول وي۔