وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال سره د هواوے پلاوي ملاقات٬د ډيجيټلائزېشن په تازه اقدامات د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد06 اګست(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال سره د هواوے پلاوي د نهې په ورځ په دفتر كښې ملاقات كړو۔په پلاوي كښې د هواوے سي اي او ايتهن سن٬د سبسډي بورډ ډائرېكټر او ډپټي سي اي او احمد بلال مسعود او نائب سي اي او يوشاوننګ شامل وو۔په ملاقات كښې په پاكستان كښې د هواوے ډيجيټلائزېشن له په تازه ترين اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير پلاوي ته پخپل تېر ملاقات كښې اسلام آباد د يو ماډل سمارټ سټي په توګه د پېل كولو تجويز وركړے ؤ چې پكښې د نوې دور معيشت لپاره د ډيجيټل انفراسټركچر وركولو په اهميت زور راوړلے شوے ؤ ۔د ملاقات په مهال پلاوي وفاقي وزير د هواوے بېلو اقداماتو له د خپلې ډلې لخوا د كړي پېشرفت نه خبر كړو ۔ د تعليم بنيادي ډهانچې ډيجيټائز كولو او پسمانده سيمو كښې زده كوونكو له تر سمارټ ډيوائسز رسنه وركولو باندې غور وكړے شو ۔د منصوبه بندۍ وزير د روانو تعليمي اصلاحات ذكر وكړو چې پكښې سمارټ كلاس رومز جوړولو ته پام لرنه شامل ده۔د هواوے چارواكو وفاقي وزير خبر كړو چې كمپنۍ سره آن لائن لرننګ منيجمنټ سسټم شته چې پكښې د سمارټ كلاس روم جوړولو له مخې د ټول پاكستان زده كوونكو ته د نوو آئي سي ټي كورسز تربيه وركړې كېدې شي۔

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں