د وزيراعظم اولس ته فلسطينانو او لبنانيانو لپاره د مرستې فنډ كښې د عطيات جمع كولو غږ ٬ غزه ٬ فلسطين او لبنان كښې تش لاسو ورونړو خويندو له به زر تر زره 3 زره خيمې او 12 زره كمبلې ليږلې شي

image

اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستاني اولس او په خاص توګه شتمندو ته د صېهوني ظلم او جبر سره د مخ فلسطينانو او لبنانيانو مرستې لپاره په جوړ كړي فنډ كښې په فعاله توګه د عطيات جمع كولو اپيل كولو سره وئيلي دي پاكستان به د يخنۍ موسم په مهال غزه ٬ فلسطين او لبنان كښې تش لاسهو ورونړو خويندو له زر تر زره 3 زره خيمې او 12 زره كمبلې ولېږي٬ پاكستان 8 اكتوبر 2023 څخه تر دې دمه د مرستې سامان 12 كارګوز فلسطين او لبنان ته لېږلې دي په كومو كښې چې 3145 خېمې، 12625 کمبلې او د خوراك ٬ څښاك څيزونه ٬ اوچ پۍ او داروګان شامل دي۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې غزه ٬ فلسطين او لبنان ته د پاكستان لخوا د لېږلې كېدونكې سامان په اړه د جاج اغستو غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليف له مخې په دې موقع خپلو خبرو كښې وزیراعظم ووئيل د فلسطين ٬ غزه او لبنان مسلمانان به په دې سخت وخت كښې يوازې نه پرېږدؤ۔ وزیراعظم حکومتی اقداماتو سره سره اولس ته هم د فلسطيني او لبناني ورونړو خوېندو د مرستې اپيل كولو سره ووئيل د صېهوني ظلم او جبر ښكار تش لاسي فلسطينيانو او لبنانيانو لپاره حكومت د مرستې فنډ جوړ كړے۔ وزيراعظم اپيل وكړو چې پاكستاني وګړي او په خاص توګه شتمند دې پكښې عطيات جمع كړي۔ پاكستان او هېواد څخه بهر مېشته پاكستانيان د IBAN:PK11SBPD0000001111114292 Raast ID: 01111114292 د لارې خپل عطيات جمع كولو سره د فلسطنيانو او لبنانيانو ورونړو خوېندو مرستې لپاره دې د حكومت ملاتړ وكړي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان اسرائيلي ظلم او جبر سره مخ خپلو مسلمانانو ورنړو خوېندو له د خوراك څښاك څيزونه او داروګان لېږي ، د اسرائیل فلسطينيانو ته د مرستې رسولو په لاره كښې خنډان اودرول د اندېښنې او غندنې وړ دي۔ وزیراعظم ووئيل د فلسطينيانو او لبنانيانو مرستې له په حكومتي هڅو كښې د اېن جي اوز ملاتړ او كردار هم د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د فلسطين او لبنان په ګاونډي هېوادونو مصر ٬ عمان او سوريه كښې پاكستاني سفيران دې د پاكستان لخوا د لېږلې شوو څيزونو ترسيل تند او باوري كولو له خپل فعاله كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم ووئيل ورځ په ورځ زياتېدونكے د اسرائيل يرغل ټوله منطقه په خپله ولقه كښې اخلي۔ نړيوال قوتونه دې اسرائيل د تش لاسې وګړو نسل وژنې څخه منع كړي۔ تاريخ ګواه دے چې د شلمې پېړۍ په نړيوالو جنګونو كښې لويې سبب د نړيوالو قوتونو لخوا په داسې شخړو غلې پاتې كېدل وو۔ په غونډه كښې اېن ډي اېم اے او خارجه وزارت وزیراعظم د مرستې سامان ٬ لارو ٬ د ترسيلو ذريعو او د څيزونو تفصيل څخه خبر كړو۔ غونډې ته ووئيل شول چې اكتوبر 2023 څخه تر دې دمه د مرستې سامان 12 كارګوز فلسطين او لبنان ته لېږلې دي په كومو كښې چې 3145 خېمې، 12625 کمبلې او د خوراك ٬ څښاك څيزونه ٬ اوچ پۍ او داروګان شامل دي۔ نورې درې زره خېمې او 12 زره كمبلې به په راروانو درېو ورځو كښې ولېږلې شي۔ وزیراعظم د اېن جي اوز لخوا د لېږلېے شوو څيزونو تفصيلات څخه هم خبر كړے شو۔ غونډه كښې وزيراعظم ته ووئيل شول د فلسطين زده كوؤنكو اولنۍ ډله لاهور او دويمه ډله اسلام آباد ته رارسېدلې ده۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې ميډيكل سره سره په نورو څانګو كښې دې هم د پاكستان په پوهنتونونو كښې د فلسطيني زده كوؤنكو د زده كړو ترلاسه كولو له اقدامات وكړې شي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې د مرستې د سامان مقدار دې زيات كړے شي او په خاص توګه يخنۍ څخه بچ كولو له دې په سامان كښې زيات شمېر فائر پروف خېمې او کمبلې شاملې كړې شي۔ وزیراعظم دا هدايت هم وكړو چې د لېږونكي سامان معيار ته خصوصي پاملرنه وكړې شي۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم ٬ خارجه وزير اسحاق ډار ٬ وفاقي وزيران احسن اقبال ٬ احد خان چيمه ٬ عطاﺀ تارړ ٬ د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناﺀ ٬ خاص مرستيال طارق فاطمي ٬ د اېچ سي چيئرمېن ٬ اېن ډي اېم اے چيئرمېن او نور اړوندو اعلی چارواكو ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں