وفاقي سركاري ملازمينو ته د فري سولر پينل يا د آسان پور وركولو په كوم وړاندېز غور نه كيږي ٬ د توان وزارت

image

اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) د توان وفاقي وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته وئيلې شوي وفاقي سركاري ملازمينو ته د فري سولر پينل يا د آسان پور وركولو په كوم وړاندېز غور نه كيږي٬ د توان وفاقي وزير په مشرۍ كښې ټاسک فورس 5 آئی پی پیز سره خبرو څخه وروستو لوظنامو ته بيا كتنه كړې٬ دې سره به هم په عامو وګړو بوج كم شي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شائسته خان د پوښتنې په ځواب كښې د توان وفاقي پارليماني سېكتر عامر طلال خان ووئيل سركاري ملازمينو ته د فري سولر پينل يا د آسان قرض وركولو په كوم وړاندېز غور نه كيږي۔ حکومت 32 ملین خلكو ته سبسډي وركوي۔ ايوان ته د وزارت لخوا په تحريري توګه ووئيل شول په وزارت كښې دا مهال سېلب سسټم ته د بيا كتنې كولو په كوم هم وړاندېز غور نه كيږي۔

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں