د وزيراعظم عمران خان د تورې ورځې په مهال وډيو پېغام

image

اسلام آباد۔27اکتوبر (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي مقبوضه كشمير كښې د هند رياستي ترهګري او د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو په شمول په هر يو نړيوال فورم رامخې ته كوؤ۔ هند پاكستان كښې په رياستي ترهګرۍ كښې ككړ دے۔ هند دې مقبوضه كشمير كښې ظلمونه بند كړي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دې كشميريانو له د دوي حق وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د كشمير تورې ورځې په موقع خپل خصوصي وېډيو پېغام كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل 73 كاله وړاندې د اكتوبر په 27 مه نېټه كال 1947 په كشمير غېر قانوني قبضه وكړه۔ د تېر كال اګست مياشتې په 5 مه نېټه د ظلم يو نوے داستان شروع شوے ؤ۔ ده ووئېل هند 80 لکه كشميريان د 9 لکه پوځ د لارې محاصره كړي۔ د دوي بنيادي حقونه ئې معطل كړي او كشميريان په يو زندان كښې ژوند تېروي۔ دا كشميري اولس لپاره يو سخت وخت دے۔ ملګرو ملتونو خپلو قراردادونو كښې كشميريانو ته د دوي د حق وركولو لوظ كړے كوم لپاره چې هغوي پرله پسې هڅې كوي۔ وزيراعظم ووئيل تر كومې چې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شوے نه وي د كشمير مسئله به په نړيواله كچه رامخې ته كوؤ۔ هند رياستي ترهګري كوي۔ مقبوضه کشمیر كښې اجتماعي قبرونه موندلے شوي او كشميريان غېر قانوني وژلے شي۔ ده ووئېل په مېډيا بندېزونه لګولے شوي۔ هند كه يو ګام د امن لپاره راوړاندې شي نو مونږ به دوه ګامونه وروړاندې شوو۔ ده ووئيل هند له به كشمير كښې ظلمونه بندول وي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې به كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركول

مضمون کا ماخذ : پاور بال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں