لوك مېله كښې د خېبر پښتونخوا كلتور په زړه پورې عكاسي تر نظره كېږي

image

اسلام اباد ۔11 نومبر (اے پي پي ) د لوك ورثه اسلام اباد د سېوري لاندې په روانه لوك مېله كښې د خېبر پښتون خوا د كلتور په زړه پورې عكاسي تر نظره كېږي٬ د شكر پړيا په مېدان كښې لګېدلې كلنه لوك مېله كښې د پښتنو د خوراك څښاك څېزونو سره د لاسو جوړو څېزونو اسټالونه هم لګولې شوي چې پكښې د خامتا څادرې٬ جامې ٬ د سوات شالونه ٬ د دير ټوپۍ ٬ قراقلي٬ د چترال پكول ٬ ګګرې٬ ابرې ٬ د سنګتراش د لاس تراشلي لوښي٬ د چارسدوالو څپلو٬ د كالو پترو ٬ د لرګي ٬ د خاورې جور لوښي لكه ركېبۍ ٬تالي ٬ پېالۍ ٬ كټوري او د مېزري څخه جوړ څېزونه لكه پچۍ ٬پېتارګي٬ د ډوډۍ شكور او چج وغېره خاص د ذكر وړ دي٬ په دې لس ورځنۍ مېله كښې د څلور واړو صوبو بشمول د كلګت بلتستان او ازاد جمو و كشمير د كلتور ننداره هم تر نظره كېږي چې خلق ئې د لرې لرې نه سره د خپل اولاد ليدلو له راځي ٬ ياد دې وي دا مېله د پكستان د ټولو منطقو د وګړو د ژوند ژواك عكاسي كوي او په باقاعده توګه هر كال په حكومتې كچه منعقد كېږي٬ سږ كال به دا مېله تر 15 نومبر روانه وي

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں