اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د کرونا په مهال په فرنټ لائن وظيفه ترسره كوٶنكو 38 كرونا اتلانو له “شان پاكستان” اېوارډ وركړے۔ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور او وزيراعلي سردار عثمان بزدار ته هم شان پاكستان ايوارډ وركړے شوي، په ايوارډز ترلاسه كوٶنكو كښې د شهيدو شوو ډاكټرانو كورنۍ هم شاملې دي۔ تفصيلات له مخې د شان پاکستان ايوارډ دستوره ګورنر هاوس لاهور كښې شوې چې په كښې صدر ډاکټر عارف علوي خاص مېلمه ٶ۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور، وزيراعلي سردار عثمان بزدار ، د اطلاعات صوبائي وزير فياض الحسن چوهان ،صوبائي وزيران ډاکټر اختر ملك، مياں محمود الرشيد، د صدر كورودانې بيګم ثمينه علوي، د ګورنر كورودانې بيګم پروين سرور، پولټيکل سېكرتري مياں کاشف اقبال ، نوموړې سندرغاړې علي ظفر ،د بزنس کيمونټۍ څخه ګوهر اعجاز،د اخوت چيئرمېن ډاکټر امجد ثاقب او د کرونا شهيدانو ډاکټرانو او د طبي عملې كورنيو ګډون وكړو۔ د نشتر ميډ يکل پوهتنون د کرونا په سوب شهيد وائس چانسلر ډاکټر مصطفي کمال ،د سروسز هسپتال شهيد پروفيسر حافظ مقصود احمد ،د ډي اېچ کيو ټيچنګ هسپتال اېم اېس شهيد ډاکټر معصود قصري پشمول شهيدانو ډاکټرز كورنيو ته شان پاکستان ايوارډ وركړے شول۔ په دې موقع صدر عارف علوي ووئيل د کرونا په ضد د پاکستان حکمت عملې نن ګردې نړۍ منلې اوپه دې سخت وخت كښې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حکومت د احساس پروګرام له مخې د بې وسه اولس مرسته كولو سره د انسانيت دوستۍ اعلٰې مثال قائم كړے ۔ ده ووئيل بايد په اېس او پيز عمل وكړے شي ځكه چې وباء لا ختمه نه ده۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور دستورې ته د وېنا كولو سره شهيدو شوو ډاكټرانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو كښې ووئيل د دوي نامې به تاريخ تل ياد ساتي