پاکستان بېت المال یتیمانانو له د استوګنې وركولو ٬ مېرمنې خپل واكه كولو او بې وسه خلقو له د دارو درملو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې سهولتونه وركوي، رپورټ

image

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان د مدينې رياست خوب له د تعبير وركولو لپاره پاکستان بېت المال یتیمانانو له د دارالاحساس، د چائلډ لېبر خاتمې مركزونو او د وومن اېمپاورمنټ سنټرو پشمول د ټولنې بې وسه كسانو له د دارو درملو سهولتونه وركوي٬ د پاکستان بېت المال لخوا یتیمانانو لپاره دارالاحساس جوړول اسلامي فلاحي ریاست پلو يو بل ګام دے۔ د سرکاري ذريعو له مخې د ګرد هېواد په هر دارالاحساس مرکز كښې د 4 نه تر 6 كالو عمر سل ماشومان استوګن دي چې پكښې ورته په فېملي يونټ كښې مفت فرنشډ استوګنه، ويړيا متوازن خوراك چې پكښې ناشته، د غرمې او ماښام ډوډۍ٬ د ښار په غوره سكولونو كښې مېټرك او د دغې نه وړاندې تعليم٬ ويړيا یونیفارم، کتابونه او سټیشنری، د اوړي او ژمي جامې٬ سركاري روغتونونو كښې طبي سهولتونه٬ اسکلز ډویلپمنټ، د لانډري ويړيا خدمات سره د مونځ او ديني تعليم سهولتونه وركړے كېږي٬ د دې نه علاوه تشدد او د بدسلوكۍ ښكار ماشومانو له مشاورت او قانوني مرسته هم وركولې شي٬ تېر كال 20-2019 كښې په ګرد هېواد كښې 1730 نوې یتیمانان په دارالاحساس كښې رجسټر شوي چې ورته د كور غوندې ماحول كښې خوراك او ښه تعليم او تربيه وركړے كېږي۔ پاکستان بېت المال كښې د انفرادي مالی معاونت (آئی اېف اے) پروګرام له مخې بې وسه٬ كنډو ښځو٬ بې اثرې مېرمنو، یتیمانانو او معذوره كسانو ته عمومي مرسته ، تعلیم، طبی علاج او د بحالۍ د لارې مرسته وركولې شي٬ د دې منصوبې مقصد د بې وسه كسانو په سمدستي توګه مرسته كول٬ بې وسه رنځورانو ته د معذوری يا د بل كوم لوي رنځ لپاره طبي مرسته وركول، بې وسه كسان په معاشي توګه اختيار منده كول، په سرکاري څانګه كښې تعليمي او تكنيكي ادارو كښې زده كړه كوٶنكو غريب او ذهين زده كوٶنكو ته تعليمي وظائف وركول دي٬ تېر كال د 21 زره 618 بې وسه رنځورانو وړيا علاج شوے او په ھغې 2727 مېلیونه روپۍ خرڅ كړې شوي او د 36.28 مېلیونه روپو څخه 18141 مستحقو رنځورانو د سترګو د ګلونو سرجري ممكن شوې۔ د بې وسه او غريبو زده كوٶنكو تعليمي سفر روان ساتلو لپاره تېر كال 155 مېليونه روپۍ خرڅ كړې شوي چې ورسره 5683 زده كوٶنكي مستفيد شوي۔ تر اوسه 51 ماشومانو ته “کوکلئیر امپلانټ” وركولو سره د ګفتار او سماعت جوګه كړې شوي او په دې 46.22 مېليونه روپۍ خرڅ كړې شوي۔ انټرنېشنل لېبر آرګنائزېشن (آئی اېل او) د چائلډ لېبر خاتمې پروګرام د لارې په كال 1996 كښې يوه سروے كړې چې پكښې پاكستان كښې د پنځو نه تر 14 كالو د عمر 3.3 مېليونه ماشومان په ګوته كړې شوي كومو څخه چې جبری مشقت اخستلے كېدو۔ د چائلډ لیبر غٶندې مسلو كښې رياستي مداخلت ضروري شوے ٶ٬ د چائلډ لېبر پحقله قامي پاليسي او اېكشن پلان آف چائلډ لېبر كښې ماشومانو څخه د مشقت سمدستي خاتمې ته پام ګرځولے شوے ۔ د چائلډ لېبر ښكار ماشومانو بحالۍ لپاره د پاکستان بېت المال سکولونه د كال 1995 راهسې په ګرد هېواد كښې جوړ دي او په دې مركزونو كښې د 5 نه تر 14 كالو عمر ماشومان داخلېږي چرته چې دوي ته وړيا تعلیم، جامه، پېزار او وظيفې وركولې شي٬ګرد هېواد كښې د پاکستان بېت المال تر سېوري لاندې د چائلډ لېبر 159 مركزونه جوړ كړې شوي چې پكښې پنجاب كښې 73، سندھ كښې 37، خېبر پښتونخوا كښې 24، بلوچستان كښې 14، اسلام آباد/آزاد کشمیر او شمالي سيمو كښې 11، مرکزونه شامل دي۔ چرته چې ماشومان د چائلډ لېبر نه خلاصولو لپاره هغوي ته تر پرائمري مفت تعليم وركولے شي٬ دا مهال 17 زره 872 زده كوونكي په دې مركزونو كښې پرائمري تعليم څخه مستفيد كېږي٬ مالي كال 20-2019 په مهال په دې سكولونو كښې 18 زره 519 ماشومان رجسټر شوي او تر اوسه 38 زره 39 ماشومانو سندونه اغستي۔ په تېر مالي كال كښې په دې منصوبه 712 مليونه روپۍ خرڅ كړې شوې۔ د پاکستان بېت المال تر انتظام لاندې ګرد هېواد كښې 155 ویمن ایمپاورمنټ سنټرز د مېرمنو خپلواكه كولو په سفر راوني دي۔ د پاکستان بېت المال وومن ایمپاورمنټ سنټرز كال 1995 څخه آزاد کشمیر او د شمالي سيمو پشمول ګرد هېواد كښئ جوړ دي او په دې سنټرو كښې كنډو٬ یتیمانانو، او بې وسه انجونو ته د ډرافټنګ، کټنګ، ګنډلو ، کړھائۍ، لاس او مشین څخه د اېمبرائیدری پشمول د بېلا بېلو هنرونو ويړيا تربيه وركولې شي٬ پاکستان بېت المال په هره ضلع كښې د يو ووكېشنل دستكارۍ سكول جوړولو منصوبه هم لري٬ دا مهال د دې سكولونو شمېره 155 ده چې پكښې په پنجاب كښې 64، سندھ كښې 30، خېبر پښتونخوا 33، بلوچستان كښې 18، اسلام آباد، آزاد کشمیر او شمالي سيمو كښې 11 سنټرې شاملې دي۔ د لږ آمدن لرونكو مېرمنو او انجونو ته په دوو شفټونو كښې تربيه وركولې شي٬ د مالي كال 20-2019 په مهال 638 مېليونه روپو څخه 30 زره مېرمنو ته وظيفائي تربيه وركړې شوې ۔ د دې سنټرو څخه فارغه شوو مېرمنو ته د پاكستان تخفیف غربت فند په مرسته به يو لك روپۍ د سود نه غېر قرض وركولے شي دغسې چې دوي پخپلو پښو د اودرېدو جوګه شي٬ دا مهال 13 زره 322 مېرمنې تربيه ترلاسه كوي او تر اوسه د يو لك 35 زره 220 مېرمنو تربيه بشپړه شوې ٬ د دې منصوبې له مخې په راتلونكو څلورو كلونو كښې به 62 زره 400 مېرمنې د عزت او وقار ژوند كولو لپاره په خپلو پښو د اودرېدو جوګه شي۔

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں