اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د موسميات محكمې وئيلي دي د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د اسلام آباد پشمول د هېواد په زياتره سيمو كښې به موسم يخ او خشك وي، په شمالي ختيز بلوچستان كښې د باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے، د پنجاب په مېداني سيمو او د سندھ په بره سيمو كښې به د شپې او سهار په وخت لړه وي. د موسميات محكمې رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال پنجاب، بره سندھ، خېبر پښتونخوا، بلوچستان، ګلګت بلتستان او كشمير كښې باران شوے. تر ټولو زيات باران په كشمير بالاكوټ كښې 21 ملي ميټره ريكارډ كړے شوے. په سكردو او كالام كښې واوره ورېدلې. په هېواد كښې د تودوخې تر ټولو ټيټه درجه په لهه كښې منفي 06 او پارا چنار كښې منفي 05 ډګري سېنټي ګرېډ ريكارډ كړې شوې.