د تعليم مختلف نظام په سبب هم مونږ متفق نه يو۔ د شفقت محمود سېمينار ته وېنا

image

اسلام آباد 17 دسمبر(اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي مونږ له به خپلو كمزورو ته كتنه كول وي دغسې چې دښمن ته موقع په لاس ورنه شي٬ ترهګرۍ سره سره د بيانيې جنګ هم مونږ له ګټل دي، پاك پوځ د ستائنې مستحق دے٬ د تعليم د مختلف نظام په سبب هم مونږ متفق نه يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د انټرنېشنل اسلامك يونيورسټۍ د تحقيقاتي اسلامي ادارې تر سېوري لاندې د “هم پاكستاني” په سرخط يو ورځني سيمينار ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل مونږ زده كړي چې دښمنانو ته موقع په لاس وركول نه ده پكار چې ورسره مونږ د زيان سر مخ شوو ۔ ده ووئيل مونږ په درې ډول تعليمي نظام كښې سترګې غړولي٬ ده ووئيل تعليم مختلف دے ځكه مونږ نړۍ ته په مختلفو زاويو ګورو۔ ده ووئيل د يو سوچ ٬ نظريه او د بيانيه طاقت به پاكستان روښانه كړي۔ ده ووئيل پېغام پاكستان زمونږ په زړونو اثرانداز كېږي هم او راويخوي ئې هم۔ په دې موقع د يونيورسټۍ رېكټر ډاکټر معصوم ياسين زئي او د پوهنتون صدر ډاکټر ھذال حمود العتيبي هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں