اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ سېنېټر كلثوم پروين د كورونا وائرس له امله په حق رسېدلې . د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ سېنېټر كلثوم پروين څو اونۍ وړاندې د كورونا په رنځ اخته شوې وه او په يو نجي روغتون كښې تر معالجې لاندې وه. هغه تېره ورځ د كورونا وائرس له امله په حق رسېدلې . د صدر ډاكټر عارف علوي پشمول مهمو شخصياتو د هغې قامي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره دعا كړې چې لوي څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي.