شريفې كورنۍ د سياست د لارې اربونه روپې ګټلي. د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ټويټ

image

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي شريفې كورنۍ د سياست د لارې اربونه روپې ګټلي. د شورو په ورځ په ټويټر خپل ټويټ كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل كه دا بحث پرېښودلے شي چې د شريف فېملي د اثاثو قېمت 850 مېلونه ډالره دے او كه ومنلے شي چې 100 مليونه دے نو په كال 2000م كښې د ډالر بېعه 60 روپې وه. شهباز شريف 7.34 مليونه ډالره په كال 2000م كښې نېب له وركړي كوم چې افتخار چوهدري واپس كړي. دا يوازې هغه كتنه ده كومه پېسه چې شريف فېملي د سياست د لارې ګټلې ده .

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں