د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د سعودي عربستان سفير وليدل

image

اسلام آباد۔ 26 نومبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي اسلامي نړۍ ته د پېښو مسئلو حل د مسلمانانو په اتحاد كښې دے۔ په پارلماني كچه د رابطو ودې سره پاكستان او سعودي عربستان ته يو بل ته لا نزدې كېدے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د سعودي عربستان سفير نواف بن مسعيد المالكي سره د ملاقات په مهال وكړه چا چې د زيات په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې هغه سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپیکر اسد قېصر ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره په خپله ځانګړې ملګرتيا وياړ لري۔ هغه ووئيل دواړه ورونړه هېوادونه د مذهب ٬ كلتور او تاريخ په خپلولو يو بل سره تړلې دي۔ سپیکر ووئيل په اروپاﺀ كښې د اسلامو فوبيا زياتېدونكے رجحان يو لوي چېلنج دے د كوم مقابلې له به چې په ګډه تګلاره جوړول وي او د اسلام اصل څېره وړاندې كولو له به ګامونه پورته كول وي۔ هغه ووئيل پاكستان ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي۔ پاكستان د ټولو شخړو د خبرو اترو د لارې په هوارولو باور لري۔ هغه ووئيل افغانستان سره د پاكستان اړيكې ښه كېږي او دواړو هېوادونو كښې به د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي۔ سپيكر د سعودي سفير ته ووئيل هغه دې سعودي عربستان كښې پاكستانو وګړو ته د مراعات وركولو معامله خپل حكومت سره پورته كړي كوم چې دا مهال لېبر قانون ته د بيا كتنې د لاسه ستونزو سره مخ دي۔ هغه په وړو جرمونو كښې سعودي عربستان كښې د بنديوانو پاكستانو په راخوشې كولو د سعودي عربستان حكومت مننه هم وكړه۔ سپیکر د سعودی شوریٰ کونسل چيئرمېن او امام کعبه ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔ سعودي سفير نواف بن سعد المالكي ووئيل سعودي عربستان هم پاكستان سره خپلې د ورورولۍ اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او پاكستان يو مخلص ورور او ملګرے هېواد ګڼي۔ هغه ووئيل هره ورځ د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا لا قوي كېږي۔ هغه سپيكر له باور وركړو چې سعودي عربستان به پاكستان كښې ټولو څانګو له خپله مرسته روانه ساتي۔ هغه ووئيل سعودي عربستان كښې مېشته پاكستانيان د سعودي عربستان په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغه باور وركړو چې د لېبر نوي قانون سره به سعودي عربستان كښې كاركوؤنكو پاكستانو وګړو ته ګټه ورسي۔ هغه سپيكر له باور وركړو چې د هغه لخوا د پاكستان دورې بلنه به د سعودي عربستان د شوری كونسل چيئرمېن او امام كعبه ته ورسولې شي

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں