اسلام آباد۔9نومبر(اے پی پی) د توان وفاقي وزير اوېس لغاری وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت د توان په څانګه كښې اصلاحات معارفي كوي او وزيراعظم د يخنۍ موسم كښې كورني ٬ تجارتي او صنعتي مصرف كوؤنكو لپاره د ارزانې بجلۍ ريليف پېكج اعلان كړے دے كوم چې د دې لړۍ يو لويے سنګ ميل دے٬ د بجلۍ ترسيلي نظام ښه كولو له اقدامات كولې شي او د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل د زياتې بجلۍ بيعې كمې كړې شوي دي او صارفينو ته په 26 روپۍ فی یونټ د اضافی بجلۍ د كارولو پېشكش شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د ریلیف پېکج لاندې كورني صارفينو ته به د محفوظ کېټېګری 200 یونټ څخه د زياتې بجلۍ په كارولو 26.7 روپۍ في يونټ ارزانه برېښنا ترلاسه كيږي او دوئي ته به د يخنۍ موسم درې واړو مياشتو كښې 11.42 څخه تر 26 روپو فی یونټ بچت كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د توان څانګه د هېواد په معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي۔ مونږ اولس سره كړې لوظ وپاللو او تېره ورځ وزيراعظم د بجلۍ د بلونو په قيمت كښې د كمي اعلان كړے دے۔ د بجلۍ دا آساني به یکم اکتوبر څخه تر 31 مارچ دوام لري دغسې چې په اولس فشار كم كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ د ګردشتي قرضو پلان په بشپړ ټريك دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ دومره بجلي لرؤ چې څومره هم طلب وي هم به پوره كولې شوو۔ ده ووئيل پاكستان د دې سيمې تر ټولو زيات كلين انرجی کنزیومر دے٬ 55 فيصده څخه زيات توان تېر كال هائيډل ٬ سولر او ونډو انرجي څخه ترلاسه كړے شو او دا پاكه انرجي ده۔ د راتلونكو كلونو په مهال به 88 فیصده انرجی کنزروېشن کلین انرجی وي۔ كوم هم هېواد په نړۍ كښې دومره كلين انرجي كنزيومر نشته په دې پاكستان وياړي۔