د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر سره د كيسكو انجينئر ،آفيسرز ايسوسي ايشن جنرل سيكرټري ملاقات

image

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د سېېنټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر سره د كيسكو انجينئر او آفيسرز ايسوسي ايشن جنرل سيكرټري انجينئر كليم الله جوګيزئي پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د شورو په ورځ د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې بلوچستان كښې د بجلۍ روانو پروژو او په خاص توګه كيسكو كښې د روانو پرمختيائي پروژو په اړه خبري اترې شوي۔په دې موقع انجينئر كليم الله خان جوګيزئي د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان مننه وكړه ٬ د هغه په هڅو د كيسكو سينئر انجينئرانو د تعيناتيو مسئله كومه چې تيرو څو مياشتو راهسې د التواء ښكار وه هغه حل شوې۔په دې موقع د سېنېټ ډپټي چيئرمېن هيله څرګنده كړه چې كيسكو انجينئران به د اولس خذمت لپاره په زړه پورې هڅي وكړي او د بجلۍ سپلائي به باوري كړي۔ده ووئيل وزيراعظم مياں شهباز شريف د بلوچستان تعمير او پرمختګ كښې خصوصي خوښي لري او هم دغه وجه ده چې د بلوچستان كروندګرو له د زرعي ټيوب ويلز د لارې زرعي انقلاب غواړي او هغه د سولر ټيوب ويلز لپاره په اربونو روپۍ د بلوچستان لپاره بيلي كړې دي ٬ دې سره به په بلوچستان كښې زرعي انقلاب راشي۔ بلخوا د كيسكو سره تعلق لرونكو چيف انجينئرز ،انجينئر نعيم خان كاكړ، انجينئر ولي محمد اچكزئي ،انجينئر هاشم خان جوګيزئي ،انجينئر يوسف شاه خان ، انجينئر سېف الله،انجينئر عادل عزيز قريشي انجينئرمحمد نظام اچكزئ،انجنئر سلام مينګل او نورو په خپل يو بيان كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں