اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي هېواد په نالج اکانومي بدلولو لپاره د ډيټا كارول ضروري دي ځكه چې نالج اکانومي ايندھن ډيټا ده ٬ هر پرمختګ كونكې هېواد د امن او استحکام سره د پاليسيو تسلسل او اصلاحات خپل كړي٬ كه په دې رفتار سره چلېږو نو تر كال 2035 به يوازې د 530 بلين ډالرز معيشت وي او د غربت شرح به 50 فيصد وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اېيس ډي پي آئي د اعليٰ كچ پاليسي ډائيلاګ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل نن په نړۍ كښې ډېټا يو ستراتېژك انقلاب راولي٬ هر معيشت لپاره ضروري ده چې د ډيټا شتوالے او د ډيټا كارولو طريقې پخپل قامي ترجيحات كښې شاملې كړي٬ دا وخت نړۍ تصور هم نشي كولې چې د وګړو د ډېټا بېنك جوړولو څه ګته ده او اهميت رامخې ته كېدې شي، پاکستان د نړۍ په ھغه يو څو هېوادونو كښې شريك دے چې تر ټولو وړومبے ئې د نادرا د لارې د وګړو ډېټا بېنك جوړ كړے۔ ده ووئيل كله چې مونږ په كال 2013 كښې حكومت جوړ كړو نو بګ ډېټا او كلاٶډ كمپيوټنګ لپاره نيشنل سينټر فار ايکسي لينس جوړ كړے شو٬ مصنوعي ذهانت لپاره قامي مرکزونه، سائبر سکيورټي او ايپلائډ ميتھ ميټکس مرکزونه جوړ كړے شول، سيټلائټ ټيکنالوجي اينډ جي آئي ايس لپاره د قامي مرکزونو پشمول ټول مركزونه د كال 2016 څخه تر 2018 زمونږ حكومت جوړ كړي ٬ د وژن 2025 له مخې پاکستان د نړۍ په 25 وړومبو معيشتونو كښې شاملول زمونږ مقصقد ٶ۔ ده ووئيل د نن نه اووه كاله وړاندې سپريم کورټ د وخت وزيراعظم نااهله كولو سره پاکستان كښې د بحران بنياد اېښودے٬ چې زيان ئې نن 24 كروړه اولس هره مياشت د بجلغ بلونو٬ ګرانۍ او د ځوانانو د بې روزګارۍ په صورت پورته كوي۔ احسن اقبال ووئيل په ورلډ اکنامک فورم كښې د نړۍ مشرانو څخه وپوښتلے شول چې دا مهال نړۍ ته كومه مسئله رامخې ته ده٬ ټولو مشرانو مس انفارميشن لويه مسئله وګرځوله ٬ ځينې خلق د رائے د اظهار ازادۍ نه ناسمه ګټه پورته كولو سره د هېواد په ضد سازش كوي۔ ده ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت په نګرانۍ كښې د شماريات ډويژن اووم ډيجيټل سر شمېري په دې وروستيو كښې بشپړې كړې، پاکستان د سوئيلي آسيا وړومبے هېواد دے چا چې ډيجيټل سر شمېره باوري كړه۔ ده ووئيل هېواد په نالج اکانومي بدلولو لپاره د ډيټا استعمال ضروري دے ځكه چې نالج اکانومي ايندھن ډيټا ده٬ ده ووئيل په اوسنۍ سر شمېره كښې د آبادۍ تناسب 2.4 څخه په زياتېدو سره 2.55 ته رسېدلے٬ د آبادۍ دا رفتار كه روان ؤ او وسائل نه وو نو پرمختګ نه اړے ګړے به خپور شي۔