حكومت به د چينو په بيعو كښې د اضافې عواملو بشپړه جاج اخلي٬د روزانه په بنياد به په بيعو نظر ساتلې شي : د خزانې وزارت

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)د خزانې وزارت وئېلي چې حكومت به د چينو په بيعو كښې د اضافې عواملو بشپړه جاج اخلي او د روزانه په بنياد به په بيعو نظر ساتلے شي۔ د خزانې وزارت ذريعو له مخې د چينو په بيعو قابو موندلو لپاره د خزانې وزارت لخوا اقدامات كولې شي۔ د چينو د پرچون او تهوك په بيعو به عملدرآمد باوري كولې شي او د چينو په بيعو كښې په كېدونكې اضافه به حكومت نظر ساتي۔ حكومت به د چينو په بيعو كښې د اضافې عواملو بشپړه جاج اخلي۔ذريعو وئېلي چې د روزانه په بنياد به بيعو ته كتلې شي او د صنعت وزارت به د چينو د بيعو په اړه د خزانې وزارت خبروي۔

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں