د ذیابیطس خپريدو تر ټولو لويه وجه د خبرتيا كمے دے۔سردار ایاز صادق د ذیابیطس نړيوالي ورځ په موقع پیغام

image

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د ذیابطیس زياته شوې شرح د تشویش وړ ګرځولو سره وئيلي دي د ذیابیطس خپريدو تر ټولو لويه وجه د خبرتيا كمے دے،ذیابیطس د انسان صحت د ناوړه اثرات څخه بچ كولو لپاره اولس كښې خبرتيا او شعور بيدارولو ته اړتيا ده، غیر صحت مند خوراك او صحت منده هلو ځلو كښې برخه نه اغستو سره د ذیابیطس رنز تندۍ سره خپريږي۔د ذیابیطس په نړيواله ورځ په خپل پیغام كښې د قامي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق ووئيل د ذیابیطس منفی اثرات څخه بچ كيدو لپاره په وخت طبی معائنه او په احتیاطی تدابیر عمل كولو ته اړتيا ده،په وخت درملنه او د ژوند صحت مند طرزِ اختیارولو سره د ذیابیطس رنځور صحت مند ژوند تيرولے شي، خوراك كښې توازن او جسمانی هلو ځلو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د ذیابیطس خراب اثرات څخه بچ كيدو لپاره باقاعدګۍ سره طبی معائنه كول ضروري ده ،احتیاطی تدابیر او د خبرتيا كمپائنونو د لارې د دې رنز خپريدو مخنيوې كيدے شي۔ ده ووئېل حكومت، سول سوسائټي ، او میډیا دې په ګډه د ذیابیطس رنز په اړه اولس كښې خبرتيا او شعور پيدا كړي۔

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں