د پاكستان ګټه د قانون سرلوړي باوري كولو كښې ده۔ طاقتور او كمزوري لپاره بايد يو قانون وي۔ وزيراعظم عمران خان

image
APP50-01 GILGIT: November 01 - Prime Minister Imran Khan addressing at Freedom Day celebration. APP

اسلام آباد۔1نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاكستان ګټه د قانون سرلوړي باوري كولو كښې ده۔ طاقتور او كمزوري لپاره بايد يو قانون وي۔ د اپوزيشن ګټه د پاكستان د ګټو په ضد ده۔ عمران خان به دا ډاكوان چرې هم معاف نه كړي۔ د لوئے څښتن شكر دے چې كه دا خلك د پوځ سرلښكر او د آئي اېس آئي چيف په ضد خبرې كوي نو د دوئي د ټاكلو زما پرېكړه سمه وه۔ ډاكوان ددوئي په ضد خبره كوي نو د دې مطلب دا دے چې هغوي بالكل سم خلك دي۔ په راتلونكو ورځو كښې به وويني چې پښې د چا رپي او د چا په تندي خوله راځي۔ زمونږ امنيتي ځواكونو په تېرو پنځلس شل كلونو كښې كاميابۍ او مړانې سره د ترهګرۍ مقابله كړې او هېواد ئې محفوظ جوړ كړے۔ له دې كبله د پاكستان هغه حال نه شو كوم چې د نورو اسلامي هېوادونو شو۔ زمونږ استخباراتي ايجنسيو د اړي ګړي رامخې ته كوؤنكې هندي هڅې او منصوبې تس نس كړې دي۔ د اتوار په ورځ ګلګت كښې د ګلګت بلتستان آزادي پړېډ ته خپل خطاب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل زه اولس ته وئيل غواړم چې يو مضبوط پوځ پاكستان لپاره څومره ضروري دے۔ لیبیا ، صومالیه، یمن او افغانستان كښې تباهي خپره شوې ده۔ په دې هېوادونو كښې يا جنګونه شوي يا روان دي۔ ددې هېوادونو اولس ستونزو سره مخ دي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان په ختيځ كښې ګاونډي هېواد هندوستان كښې په 73 كلونو كښې يو داسې حكومت راغلے دے كوم چې تر ټولو زيات انتها خوښې دې۔ دا د مسلمانانو او پاكستان نه كركه كوؤنكې حكومت دے۔ د نرېندرمودی حکومت د مسلمانانو په ضد اقدامات كوي۔ د نرېندرا مودی حکومت چې مقبوضه كشمير كښې څه كړي دي هغې ته به پام كول وي چې پاكستان يو مضبوط پوځ او امنيتي ځواكونو ته څومره اړتيا لري۔ وزيراعظم ووئيل هره اونۍ زمونږ امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ ته معلومه ده چې مودي حكومت پاكستان كښې د ترهګرۍ په شكل كښې نه بلكې د علماﺀ كرام وژلو سره د شيعه او سني فساداتو د لارې د اړي ګړي رامخې ته كولو هڅې كوي۔ کلبھوش یادیو وئيلي وو چې څنګه به هند بلوچستان او كراچۍ كښې د ترهګرۍ او اړي ګړي خپرولو هڅه كوله۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان ګټه د قانون په سرلوړۍ باوري كولو كښې ده۔ طاقتور او كمزوري لپاره بايد يو قانون وي۔ وزيراعظم ووئيل د معيشت سمولو او مضبوطولو له مونږ خپلې هڅې روانې ساتلې دي۔ وزیراعظم ووئيل د مسلمانانو تاريخ دا پاتے شوے دے چې دوئي ته تر ټولو زيات زيان ذاتي ګټې نظر كښې نيوونكو د ميرجعفر او مير صادق په ډول خلكو رسولے دے۔ قرآن كريم كښې د منافق درجه د كافر نه ښكته ښودلې شوې ده۔ په جنګ خندق كښې نبي كريم (ص) د مكې كافرانو سره سره منافقينو سره هم مقابله كوله۔ نن مونږ پاكستان كښې د مير جعفر او مير صادق مقابله كوؤ۔ دا هغه خلك دي كوم چې د نرېندرا مودي په ژبه خبرې كوي۔ هغه ووئيل نړۍ ليدلې چې د پلوامه پېښو نه وروستو پاكستان څه وكړل۔ ماته د يو شمېر هېوادونو مشرانو مباركي راكړې وه۔ دا خلك وائي پاكستان د يرې نه دا پرېكړه كړې وه ۔ وزيراعظم ووئيل ددوئي مقصد دا دے چې په څه ډول عمران خان بلېك مېل شي او دوئي ته د دوئي لوټي كړي رقم لپاره اېن آر او وركړي۔ وزيراعظم ووئيل زه ټول اولس ته وايم چې عمران خان به كله دا ډاكوان معاف نه كړي۔ وزيراعظم د ګلګت بلتستان آزادۍ ورځې په موقعه د ګلګت بلتستان اولس ته مباركي وركړه۔ هغه ووئيل دا د خوشحالۍ مقام دے چې زه په دويم ځل د ګلګت بلتستان آزادي پرېډ كښې ګډون كوم۔ تر كومې چې زه وزيراعظم يمه زما به هڅه وي چې دا د خوشحالۍ ورځ د ګلګت بلتستان اولس سره تېره كړم۔ وزیراعظم ووئيل د ګلګت بلتستان سكاوټس او هغه شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم كومو چې د ډوګرا راج په ضد هڅې كولو سره دا سيمه آزاده كړه۔ وزیراعظم ووئيل زه د ګلګت بلتستان اولس ته ګلګت بلتستان ته د عبوري صوبائي حېثيت په وركول كېدو هم مباركي وركوم۔ دا ددې سيمې د ځوانانو يوه پخوانۍ غوښتنه وه مونږ دا پرېكړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد ته پام كولو سره كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل سيمه كښې د ټاكنو په موقعه په پرمختيائي منصوبو خبره كولې نه شم بياهم د موجوده حكومت د پرمختيائي پالېسۍ محور د ټولنې بې وزله طبقې او د لسيزو راهېسي له پرمختګ وروستو پاتې پخوانۍ فاټا ٬ د بلوچستان او پنجاب مغربي ضلعې ٬ دننه سندھ او ګلګت بلتستان د پرمختګ په مركزي چوكاټ كښې شاملول دي۔ كه لوئے څښتن ته منظور وي راتلونكو ورځو كښې به د حكومت د پرمختګ پروګرام دې سيمو پلو وګرځولې شي۔

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں