اسلام آباد 12جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاکټر ثانیه نشتر د نهې په ورځ د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ ډویژن كښې د احساس ډیلوری یونټ پرانسته كړې كوم چې د احساس پروګرام ګڼ خذمات وركولو لپاره جوړ شوے ۔ د یونټ پرانسته په رسمي توګه وشوه۔ په دې موقع د پی اے اېس اېس ډی سیکرټری محمد علی شهزاده د ای ډی یو ډلې سره هلته موجود ؤ۔ ډاکټر ثانیه نشتر ووئيل ای ډی یو اوسنيو كښې د وزیراعظم سره لاس ليك شوې دکارکردګۍ لوظنامې ترمخه د سر كړو اهدافو د عملدرآمد جاج اخلي۔احساس پروګرام کامیابۍ لپاره ګڼ اړخيزه مرستې او همغږۍ ته اړتيا ده۔ ای ډی یو د احساس تګلارې قیادت کولو لپاره يو سرشار یونټ دے۔ د یونټ مجموعي مینډیټ په څلورو مهمو افعالو مشتمل دے چې پكښې د پروګرامونو اسټریټجك رول آوټ، مانیټرنګ او ایویلویشن، ډیټا اینالټکس، مشاورتی لارښونه، مواصلات او نور اسټیك هولډرز شامل دي۔ حکومت د پالیسیو او تګلارې له مخې یونټ له د اړوندې ډلې خذمات ترلاسه كړي چې دغسې د وزارتونو، د صوبو ترمينځه او د څانګو تر مينځه په احساس عملدرآمد باوري كړے شي۔