اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د هند د جمهوريت په ورځ به كشميريان توره ورځ لمانځي. په دې ورځ به كلي په كلي په كشمير كښې په ظلم د هند مكرو څېره نړۍ ته بې نقابه كولې شي. په اسلام آباد كښې آزاد كشمير كل جماعتي حريت كانفرنس تر سيوري لاندې به د هند هائي كميشن په وړاندې سهار په يوولس نيمې بجې احتجاجي مظاهره كولې شي. د حريت كانفرنس وياند له مخې په احتجاجي مظاهره كښې به د حريت مشرانو نه علاوه د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكي كسان ګډون كوي