اسلام آباد 27 جنوري(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز وئيلي دي د رائے په اظهار هېڅ بنديز نشته٬ يو څو چېنلز او ورځپاڼې د خاص اېجنډې له مخې كار كوي، كله هم د يو چېنل او ورځپاڼې د اشتهاراتو ايسارولو سپارښتنه نه ده شوې ، ھغه ادارې چې په حكومت تنقيد كوي ھغوي له هم اشتهارونه وركړې شوي، د تحريك انصاف حكومت روايتي حكومت نه دے٬ نوے ګوند په نوي سوچ حكومت چلوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې كړي ۔ د غونډې مشري د كمېټۍ چيئرمېن سېنيټر فېصل جاوېد كوله۔ د غونډې په مهال د اطلاعات او خپرونو وزارت څخه د قامي اشتهاراتو په پاليسۍ بريفنګ٬ د پي ټي وي سپورټس طريقه كار او په سباٶن كښې د خپرونو په پروګرام كښې د بهترۍ د چارو تفصيلي جاج واخستلے شو۔ غونډې ته ووئيل شول په قامي اشتهارات پاليسۍ د اطلاعات او خپرونو وزارت كار كوي او ټولو اړوندو شراكتدارو سره غونډې روانې دي٬ د مسودې په فائنل كېدو به قائمه كمېټي خبرولې شي۔ قائمه كمېټۍ ته ووئيل شول د قامي اشتهاراتو پاليسۍ كښئ د ميډيا وركرز مفادات لا خوندي كوو او د ميديا سيمه ايزو دفترو ته به لا تحفظ وركولې شي۔ د اشتهارات ډيجيټل پاليسي معرفي كړې كېږي٬ د اشتهارات د اېجنسو كردار په قامي چوكاټ كښې راولو او د پي آئي ډي د لارې د سركاري اشتهارونو ادائيګي باوري كوو۔ قائمه كمېټۍ ته ووئيل شول په ډيجيټل مېکنزم کار روان دے ٬ په پاليسۍ كښې د اشتهاراتو لويه برخه ده٬ پرنټ ميډيا لپاره جلا قواعد او ضوابط دي٬ اشتهارات لپاره 25 فيصده سيمه ايزه كوټه ده۔ اے پي اېن اېس سره رجسټر ايجنسيو ته پي آئي ډي اشتهارات وركوي٬ د کلاسيفايډ اشتهارات 100 فيصده ادائيګي پي آئي ډي كوي٬ د ډسپلے اشتهارات د بل 85 فيصده ادائيګي ورځپاڼو، ټي وي، راډيو ته پي آئي ډي كوي او 15 فيصده د اېجنسو ده لارې كېږي۔ د ټي وي اشتهارات لپاره د سپريم کورټ په امر ريټس په 4 كېټېګري كښې تقسيم شوے۔ د کيټيګري ون اشتهارات ريټس 1 لک 40 زره روپۍ، د کېټيګري 2 1 لك، کېټيګري 3 كښې 75 زره او په كېټېګري 4 كښې 50 زره روپۍ مقرر شوے ۔ وفاقي وزير ووئيل د رائے په اظهار بندېز نشته٬ ځېنې چېنلز او ورځپاڼې په خاص اېجنډا كار كوي۔ د پاكستان وزيراعظم او ما هېڅكله د يو چېنل او د ورځپانو اشتهارات د ايسارولو سپارښتنه نه ده كړې٬ ھغه ادارې كومې چې په حكومت تنقيد كوي ھغوي ته هم اشتهارات وركړے شوي ٬ د پي ټي آئي حكومت روايتي حكومت نه دے نوے ګوند په نوي سوچ حكومت چلوي۔