اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی) حكومت او اپوزېشن سره تعلق لرونكو د پارليمان غړو د كشميريانو د منصفانه او د خپلواكۍ د جائز حق ترلاسه كولو د هڅو د ملاتړ پخلې كولو سره وئېلي دي چې د كشميريانو د آزادۍ بې مثاله هڅې به كاميابۍ سره مخ كېږي٬د هند ظلمونه او د بشري حقونو څخه سرغړونې د نړۍ په وړاندې بې نقابه شوي دي۔د رېلوے پارليماني سېكرټري فرح حبيب د كشمير يو والي ورځې په اړه اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې هند 80 لكه كشميريان محبوس كړې دي٬د هند انتهاخوښي هندو لارښود نريندرمودي د هند په قبضه كښې د جمو كشمير د متنازعه حېثيت ختمولو هڅه كړې كومه چې د غندنې وړ ده۔نړۍ ته خواست كوو چې د كشمير مسئلې د حل په اړه دې د ملګرو ملتونو قراردادونه عملې كړی شي۔كشميريانو ته دې د دوي د خپلواكه حق وركړی شي چې دغسې دوي د خپل سباؤن پريكړه پخپله وكړی شي۔ده ووئيل چې كشمير د پاكستان اټوټ آنګ دې٬وزيراعظم عمران خان د ټولې نړۍ په وړاندې د مودي فاشسټ څيره٬د آر اېس اېس او د هندو توا نظريه بې نقابه كړی٬فرح حبيب ووئيل چې د كشميريانو د سوله ايزو هڅو به په هر فورم ملاتړ روان ساتو۔د فرورۍ په پنځمه نېټھ به كشميري وروڼو سره په بشپړه توګه د يو والي څرګندونه كوو۔د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي احمد حسېن ډيهړ ووئيل چې مونږ كشميري خوئېندو وروڼو سره ولاړ يو۔وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې د كشمير معامله په موثر انداز كښې وړاندې كړی٬د كشميري وروڼو قربانۍ د فخر وړ دي۔د بلوچستان عوامي پارټۍ سېنېټر انوارالحق كاكړ د كشمير يو والي ورځې په لړ كښې په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د كشمير مسئله د ټول اسلامي امت مسئله ده٬دا مسئله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړی شي۔ټول قام د فرورۍ په پنځمه نېټھ كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كوي چې مقصد يې پھ نړيواله كچه د كشمير مسئله په ډاګه كول او د هند ظلمونه بې نقابه كول دي٬د مسلم ليګ (ن)سېنېټر رانا مقبول ووئيل چې د كشمير مسئلې حل لپاره به د سفارتي ذريعو استعمال سره سره غېر معمولي اقدامات كول وي۔ده ووئيل آيا نړۍ فلسطينيانو او كشميريانو سره انصاف كوي؟پاكستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونكې سېنېټر سسي پليجو ووئيل چې په كشمير كښې د هندي ظلمونو٬بربريت٬ناوړه چالونو او د جاخارنه سوچ غندنه كوو٬د اكهنډ بهارت خوب به نست و نابود شي۔هغې ووئيل چې هند مقبوضه كشمير محصور كړې او په دې لړ كښې ټولې نړۍ ته معلومه ده پاكستان پيپلز ګوند پشمول د ټول قام د كشمير په لړ كښې دريځ يو ډول دے۔په كشمير كښې به هند ماتې سره مخ كېږي٬بايد مونږ هند بې نقابه كولو لپاره لابنګ زيات كړو۔هغه ورځ لرې نه ده چې كشميريان به آزاد وي۔د يادونې وړ ده چې د كشمير په معامله د هېواد ټول سياسي ګوندونه سره د سياسي اختلاف يو ډول دريځ لري۔وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو پشمول په نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله په موثر ډول په ډاګه كړی٬د حكومت د بشپړه هڅو په نتيجه كښې د نړيوالې مېډيا پام دې مسئلې ته راګرځېدلې۔ټوله نړۍ د هند د بربريت او ظلمونو په ضد غږ پورته كوي۔هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې كوي۔په انټرنېټ او د رائے په اظهار بندېز دې٬د مېرمنو عصمت دري كولې شي۔پھ دې وخت كښې په ټوله نړۍ كښې د هند ظلمونه بې نقابه كېږي۔نړيوالې ټولنې ته د كشمير مسئلې حل لپاره موثر كردار ادا كولو ته ضرورت دے