اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د مریم نواز په ميډيا تورونه لګول او دړكې وركول د رائې آزادۍ په اړه د هغې د ادعاګانو د دروغو ثبوت دے۔ په هغې هغه ميډيا ښه لګي كومه چې د هغې سندرې وائي۔ د هغې د پلار په دور حكومت كښې قام د يوې ورځپاڼې په څو ورځ پاڼو راتلل لا هېر كړې نه دي۔ د نهې په ورځ وفاقي وزير شبلي فراز خپل ټويټ كښې ووئيل د پاکستان تحریک انصاف حکومت د رائې آزادۍ په بنيادي ٬ آئيني او جمهوري حق بشپړ باور لري۔ مونږ ميډيا سره ولاړ يؤ او د صحافت آزادي به زيان له ورنه كړؤ۔