اسلام آباد 03 نومبر (اے پی پی) وفاقی کابینې د ګلګت بلتستان عدالتونو كښې سینئر سول ججانو او ایډیشنل ډسټرکټ او سېشن ججانو له د پیکا 2016 قانون دفعه 44 ترمخه د پریزائیډنګ آفیسرانو اختیارات وركولو،د جمو او کشمیر اسټیټ پراپرټی بجټ او پاکستان ټیلی کمیونیکشن (ری آرګنائزیشن) ایکټ 1996 ترمخه د ټیلی کام اپیلیټ ټربیونل جوړولو منظوری وركړې ده، وزیرِاعظم عمر له په دې خبره زور راوړے چې ټول ټاكنې په سپيځلې ډول وكړې شي۔ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډې نه پس میډیا ته د بریفنګ وركولو په مهال ووئيل کابینې د ټول ټاكنو په اصلاحاتو تفصیلی غور كړے۔ وزیرِاعظم عمر له په دې خبره زور راوړے چې بايد ټول ټاكنې په سپيځلې ډول وكړې شي۔په غونډه كښې د کفایت شعارۍ او د ادارو د تنظیم نو ټاسك فورس په اړه بریفنګ كښې د ادارہ جاتی اصلاحات او کفایت شعارۍ صلاحكار ډاکټر عشرت حسین کابینه خبر كړه چې د دې ټاسك فورس د 5 ستمبر 2018 جوړيدو نه پس 16 غونډې او 50 مشاورتی ناستې شوي۔ د ټاسك فورس سفارشاتو په رڼا كښې د مهمو ادارو پشمول اېف بی آر، اېس ای سی پی، پی آئی اے، سټېټ بینك ، سول ایویشن اتھارټی او پاکستان ریلوے كښې لوي اصلاحات شوي۔ مهمو سرکاری ادارو كښې قابل او پوهه كسان تعینات كړې شوي چې ورسره کارکردګی ښه شوې ۔ د کفایت شعارۍ كمپائن تر مخه غیر ضروری خرڅونه كم شوي ۔ د ګاړو او د دفتری استعمال مشینرۍ اخستلو او خيال ساتلو خرڅونه هم كم شوي۔ په كرايه اغستے شوي سرکاری دفترې سرکاري ودانو ته منتقل کړې شوي چې ورسره په زړه پورې بچت شوے۔ د منصوبه بندۍ په لړ كښې ډیپارټمنټل ورکنګ پارټی له تر 2 اربه روپو د لګښت راتلونكو منصوبو د منظوری اختیارات وركړې شوي۔د پرمختيائي منصوبو منظورۍ عمل آسان كړے شوے۔ د خزانې محکمې د اړخه پرمختيائي پروژو له په وخت روپۍ جاري كولو عمل باوري شوے۔ کابینې د اېس ای سی پی قوانین له مخې پوسټل لائف انشورنس کمپنی لمیټډ بورډ آف دائریکټرز كښې ممبرز اغستو او بدلونونو منظوری وركړې۔ ټیلی کام سیکټر په اړه هائی کورټس كښې د زیر التوا کیسونو زر تر زره ترسره كولو او په هائی کورټس د بوجھ کمولو په خاطر کابینې د پاکستان ټیلی کمیونیکیشن (ری آرګنائزیشن) ایکټ 1996 ترمخه د ټیلی کام اپیلیټ ټربیونل جوړولو منظوری وركړې ۔ دكابينې غونډې په اړه د اطلاعات وزير خپل بريفننك كښې ووئېل وفاقی کابینې د ګلګت بلتستان عدالتونو كښې سینئر سول ججانو او ایډیشنل ډسټرکټ او سېشن ججانو له د پیکا 2016 قانون دفعه 44 ترمخه د پریزائیډنګ آفیسرانو اختیارات وركولو،جمو او کشمیر اسټیټ پراپرټی بجټ او پاکستان ټیلی کمیونیکشن (ری آرګنائزیشن) ایکټ 1996 ترمخه د ټیلی کام اپیلیټ ټربیونل جوړولو منظوری وركړې ۔دغسې کابینې د پاك عرب ریفائنری لمیټډ (پارکو) د بورډ آف ډائریکټرز د تنظیم نو منظوری هم وركړې او محترمه فرح آغا په بورډ كښې د اغستو منظوری وركړې شوې ۔ دغسې کابینې د اقتصادی رابطه کمېټۍ د 21 او 29 اکتوبر2020 د شوو غونډو د پريكړو توثیق هم كړے او کابینې د اقتصادی رابطه کمېټۍ او توان لپاره د کابینې کمېټۍ په سفارشات صنعتونو لپاره د توان سپورټ پیکیج منظوری وركړه۔وزیراعظم وئيلي دي دې پیکیج سره به صنعتونو ته وده ترلاسه شي، سرمایه کاري به زياته شي او د روزګار موقعې به راپېدا شي او معیشت به لا مستحکم شي۔ دغسې روغتيا خاص مرستيال ډاکټر فیصل سلطان کابینه د کوویډ 19 وباﺀ تازہ ترین صورتحال په اړه خبر كړې ۔ وزیراعظم په دې مهال خپلو خبرو كښې وئېلې دي د کورونا صورتحال ترمخه احتیاط لازمی دے خو حکومت کاروبار نه بندوي دغسې چې معېشت روان پاتې شي۔(