اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي هند د انتهاخوښۍ او ترهګرۍ ګړنګ ته لوېدونكے دے، د قام په بهادرې پاكستان د دغې ګړنګونو نه راوتلے ، په هند كښې په هندو توا كښې د زياتوالي سره سره د خطرناكې وسلې ترلاسه كولو د منطقې امن په داٶ لګولے، هند د اېف اے ټي اېف او د ملګرو ملتونو پشمول په هر يو نړيوال فورم د پاكستان مخالفت كړے او په پاكستان ئې د ترهګرۍ بلا جواز تورونه لګولي. ده دا خبرې د شورو په ورځ يو سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې. صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د آرمي پبلك سكول په پېښه ټول قام خفه شوے. ده ووئيل په انسان كښې د بېلا بېلو وجوهاتو په بنياد انتهاخوښي راپېدا كېږي، د انسان په فطرت كښې فوبياز ، مينه او كركه شامله ده. ده ووئيل بايد هېوادونه او قامونه د تېر وخت د غلطو نه سبق زده كړي خو نوے نسل دا غلطې په نوي انداز بيا بيا كوي. ده هيله څرګنده كړه چې انسانيت به په سباٶن كښې د سكون او امن په لوري لاړ شي، د ظلم تعلق د وسلو سره دے، چې څومره لوئې وسلې وي، هم دومره لوي به قتال كېږي. ده ووئيل په عراق كښې د وسلو په اړه د غلطو معلوماتو په سبب د لكونو په شمېر خلق په نخښه كړے شول. صدر ووئيل چې كله په كوم قام كښې تعصب راپېدا شي نو سوچ ئې په يوه خاص نكته اودرېږي. ده ووئيل په نړۍ كښې شموليت كوونكو هېوادونو پرمختګ كړے او تقسيم پېدا كوونكي هېوادونه د پرمختګ په عمل كښې وروستو پاتې شوي. ده ووئيل د مغلو په دور كښې هند خوشحاله منطقه وه، برتانيې د ايسټ انډيا كمپنې د لارې تجارتي اړيكو جوړولو سره په هند قبضه كړې وه ، د مغلو په دور كښې په هېواد كښې مثالي مساوات ؤ. ده ووئيل د هندوستان مسلمانانو مشرانو د آزادۍ په تحريك كښې احساس لرلے ؤ چې د هندوستان سياسي مشران به مسلمانانو ته حقونه ورنه كړي. د دې نه پس په كال 1906م كښې مسلم ليګ جوړ كړے شو. ده ووئېل په كال 1875م كښې آريه سماج تحريك وچلېد. په كال 1915م كښې د هندو سبها او هند مهاسبها تحريكونه وچلېدل، د 19مې پېړې په پېل كښې مسلمانانو ته احساس وشو چې دوي هندوانو سره نه شي چلېدے، مهمو مسلمانانو مشرانو پرېكړه وكړه چې بايد پاكستان جوړ شي، قائداعظم محمد علي جناح د پاكستان جوړېدو نه پس هم په هند كښې د مېشته مسلمانانو خيال وساتلو ځكه چې هغه د هندي حكومت لخوا د مسلمانانو په حقله اندېښنې لرلې. صدر ووئيل په هند كښې د فسادات په مهال مسلمانان په نښه كړے شول. د دوي دوكانونه وسوځولے شول، په كاروباري توګه دوي كمزورې كړے شول. صدر ووئيل په هند كښې په سياسي توګه د مسلمانانو نمائندګي د نشت برابر ده. داسې خلقو ته نمائندګي وركولې شي كوم چې د مسلمانانو حقيقي استازي نه دي. ده ووئيل هند د انتهاخوښۍ او ترهګرۍ ګړنګ ته لوېدونكے دے، د قام په بهادرۍ پاكستان د دې ګړنګونو نه راوتلے. صدر ووئيل د مستحكم معيشت د لارې مونږ په نړۍ كښې خپل مقام ترلاسه كولے شو. په تېر وخت كښې په پاكستان كښې د معيشت په اړه د غېر ذمه وارې څرګندونه شوې، كرپټ كسانو هېواد لوټلے، غلطې پرېكړې كولو سره هېواد ته زيان رسولے شوے، پاكستان د سخت وخت نه راوتلے او اوس د پرمختګ په لار روان شوے