د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه د اېنټي ناركوټكس فورس د مركزي دفتر دوره وكړه

image
APP63-171220 RAWALPINDI: December 17 - Federal Minister for Narcotics Control, Brig (R) Ijaz Ahmad Shah chairing meeting at ANF Headquarters. APP

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير برېګېډئير﴿ر﴾ اعجاز احمد شاه د زيارت په ورځ د اېنټي ناركوټكس فورس د مركزي دفتر دوره كړې. د اے اېن اېف وياند له مخې د اے اېن اېف ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل محمد عارف ملك هلال امتياز ﴿ملټري﴾ نورو اعلٰي چارواكو سره د وفاقي وزير هركلے وكړو. د وفاقي وزير لخوا د وزارت سنبالولو نه پس دا د اے اېن اېف د هېډكوارټرز وړومبنې دوره وه. وياند ووئيل وفاقي وزير د كال 1996م د نومبر نه تر كال 1998م د دسمبر تر مياشتې د اے اېن اېف پنجاب كمانډر هم پاتې شوے او په ښه خدمات ترسره كولو هغه ته ستاره بسالت هم وركړے شوے. د اے اېن اېف مشر په دې موقع وفاقي وزير له تفصيلي بريفنګ وركړو. وفاقي وزير په كاميابو ترلاسه كولو د اے اېن اېف ستائنه وكړه او د بشپړه مرستې باور ئې وركړو

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں