ليك: سجاد حيدر
پښتو ترجمه: صفي الله
خېبر پښتونخوا د 10 كلونو راهسې د ترهه ګرۍ ښكار صوبه وه۔ دا هغه موده وه كله چې دلته وګړي د خپل سباؤن په اړه د مايوسۍ او بې يقينۍ ښكار ؤ۔ ټارګټ كلنګ، بمي چاؤدنو، ځانمرګي بريدونو او د ترهه ګرۍ نورو پېښو له امله ذهنونه په نفسياتي توګه دومره ځپلي شوي ؤ چې هره ورځ به وګړي سهار خپل كار او نوكرو لپاره د كورنو څخه وتللو سره بيرته ماښام كورونو ته د راتللو اميد نه لرلو۔ دا هغه وخت ؤ چې چا به سوچ هم نه شو كولې چې په خېبر پښتونخوا كښې به ژوند بيرته معمول ته راشي او دلته به وګړي بيا سكون و اطمينان او خوشحالۍ سره ژوند وكړي۔ دا د لوے څښتن خصوصي فضل او كرم او د پاكستان د امنيتي ځواكونو او اولس په مرسته د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د كاميابو نتيجه ده چې د هېواد او د خېبر پښتونخوا اولس نه يوازې د ترهه ګرو د وجود او د هغوي د پيدا كړې شوي مايوسو د كيفيات څخه آزاد شو بلكې د هغوي په ژوند كښې رڼاګانې او د سيل موقعې هم بيرته راغلې۔
ټول پاكستان او په خاص توګه خېبر پښتونخوا له قدرت چې كومه ښكلا او د سېلګرۍ ځايونه وركړي٬ په نړۍ كښې ستائلې كيږي۔ د يوې اوږدې مودې راهسې دا ضرورت محسوسيدو چې د سېلګرۍ دې ځايونو له د ټول هېواد د ټولې نړۍ د سېلګرو لپاره په تفريحي نكته نظر سره پرمختګ وركړے شي۔ په دې تناظر كښې دغه ځايونو ته د رسنې او نورو آسانيو وركړه او دغه آسانۍ لا زياتي كړې شوې۔ موجوده حكومت تقريباَ دوه نيم كاله موده كښې او د دې څخه وړاندې په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي صوبائي حكومت 5 كاله دور كښې د امن او امان وضعه ښه كيدو سره سره د سېلګرۍ ځايونو له پرمختګ او په دغه ځايونو د سېلګرۍ زياتې موقعې وركولو ته پاملرنه كړې۔ د حكومتي هڅو نتيجه ده چې ټول هېواد او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ ځايونو ته هر كال په بېلا بيلو ورځو كښې د هېواد او غير ملكي سېلګرو د راتګ سلسله پرله پسې زياتيږي او هغه ځايونه كومو ته چې سېلګري د ګرمۍ په موسم كښې زيات راځي او د ساړه په موسم كښې دومره رش نه ؤ ، هغو ته اوس د ساړه په موسم كښې هم ګڼ شمير سېلګري راځي۔
سږ كال د ساړه په موسم كښې هم د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ بېلا بيلو ځايونو پشمول كالام ، ګليات ،كاغان ، ناران او مالم جبه كښې د سېلګرو د راتګ سلسله زياته وه چې په نتيجه كښې ئې نه يوازې د دغه سيمو وګړو او كاروباري خلقو زړونه خوشحال شوي دي بلكې د دې صورتحال په ټوله صوبه او د هېواد په اجتماعي اقتصادي، معاشي او معاشرتي صورتحال هم ښه اثرات مرتب شوي دي۔
سږ كال د ساړه په موسم كښې د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ دغه ځايونه كومو كښې چې ښه نظارو سره سره د واوري نه پس نوره ښكلا پيدا شوې٬ د هېواد او غير ملكي سېلګرو زړه خوشحالولو او د تفريح لپاره ګڼ ګامونه پورته كړے شوي دي چې پكښې د ”سنو فيسټولز ” په نامه د سرمائي لوبو د سيالو ډاډګيرنه شوې۔ په خېبر پښتونخوا كښې د ګليات او مالم جبه سيمو ګڼ سنو فيسټولز يو نوے تاريخ جوړ كړے۔ په دې فيسټولز كښې ګډون كونكي چې كوم نه هيرونكې احساسات ، جذبات او كوم ناقابل بيان ښه كيفياتو سره چې كورونو ته بيرته تللي، هغوي بيا بيا دلته د راتللو لپاره هڅې كوي او نور هم دې پلو راغب كولو سره سره د ياد شويو ځايونو په تشهير مجبور شوي دي.
تر څو چې د مالم جبه د سنو فيسټول تعلق دے دا رنګا رنګ ميله د يوې اوونۍ نه د زيات وخت پاتې كيدو نه پس پاې ته رسيدلې. په دې ميله كښې د ساړه موسم بيلا بېلې لوبې هم شوې چې پكښې اسكينګ، سنو بورډنګ، آئس هاكي وغيره شاملې دي. د روايتي او ځائي خوراك او دستكارې نندارتون او نورې هلې ځلې هم د ميلې برخه وې. په دې مهال 22 نه تر 24 جنوري انټرنيشنل سنو بورډنګ ټورنامنټ شوے. په ايونټ كښې د اروپا ، بيلجيئم،افغانستان او پاكستان لوبغاړو ګډون كړے۔ د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ محكمې تر سيوري لاندې د خېبر پښتونخوا د كلتور اينډ ټورازم اتھارټۍ او سيمسن ګروپ آف كمپني په اشتراك سره شوي د پاكستان انټرنيشنل سنو بورډنګ كپ سره سره د فوډ اينډ ميوزك فيسټيول هم شوے دے. د دې څخه نه يوازې لوبغاړو بلكې دې ښائسته سيمو راغليو ګڼ شمېر سېلګرو هم خوند اخيستې۔ په دې مهال د ګلګت بلتستان څخه راغلي د يوګا ټرينر ماه ګل كبير په مالم جبه سيمه كښې د يوګا خصوصي ټريننګ سيشن هم كړے دغسې د د سندرو محفل هم شوے. اختتامي دستورې په مهال سينيټر فيصل جاويد خاص ميلمه ؤ او هغه سره د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ محكمې او سيمسن ګروپ آف كمپني چارواكي هم موجود ؤ۔ د پاكستان انټرنېشنل سنو بورډنګ كپ په مهال د ميرمنو جائنټ سلام مقابلو كښې د پاكستان فاطمه نديم 3 دقيقې 42 سيكنډ وخت سره وړومبې پوزيشن ترلاسه كړو دغسې سارا نديم د دواړو رن شريك وخت له مخې د 4 دقيقو 07 سيكنډ سره دويم او د پاكستان عائشه اكمل 4 دقيقو 51 سيكنډ وخت سره دريم پوزيشن ترلاسه كړو۔ په ايونټ كښې 8 ميرمنو چې پكښې د درې ميرمنو تعلق افغانستان سره دے، هم برخه اخستې۔ د نارينه انټرنېشنل سنو بورډنګ جائنټ سلام مقابلو كښې د بلجيئم وكټر روجر يوه دقيقه 36 سيكنډ سره وړومبې ، د بلجيئم جولين يوه دقيقه 39 سيكنډ سره دويم او د بلجيئم هيري يوه دقيقه 41سيكنډ سره دريم پوزيشن ترلاسه كړے۔ په دې جائنټ سلام متوازي مقابلو كښې د پاكستان رضا الله ګولډ، د افغانستان احمد سروش سلور دغسې د پاكستان وكيل احمد براﺅنز ميډل ترلاسه كړے. دغسې د ميرمنو دې متوازي مقابلو كښې سارا نديم ګولډ، فاطمه نديم سلور او عائشه اكمل سلور ميډل ترلاسه كړو۔ د انټرنېشنل سنو بورډنګ په سيالو كښې د نارينه او ميرمنو پشمول د اروپا، بيلجيئم، افغانستان او پاكستان 8 ميرمنو پشمول 44 لوبغاړو برخه اخستې كومو چې سنو فيسټول او سنو بورډنګ ايونټ يو ښه اقدام ګرځولے۔ دې لوبغاړو ووئيل مالم جبه كښې پاتې كيدو او سنو فيسټيول په مهال چې مونږ كوم خوند اخيستې هغه د نه هيرديدو دے، مونږ به بيا بيا راځو او زاړه يادونه به تازه كوو. دوي نړۍ له پيغام وركړو چې پاكستان او په خاص توګه خېبر پښتونخوا اوس يوه امناكه سيمه ده چرته چې د ټولې نړۍ سيلګرو لپاره ښه ځايونه شته، بايد د ټولې نړۍ سېلګري دې پلو راغب شي۔
د خېبر پښتونخوا د ټورازم اتھارټۍ مشر جنيد خان ووئيل د صوبې مشهور سېلګري واديو او پخواني تهذيبي ځايونو په پلو زيات سېلګري راغب كولو په اړه كار تندۍ سره روان دے. ده ووئيل مالم جبه د پاكستان ښه ريزارټ دے. دا د سطح سمندر څخه تقريبا 8 يا 8 نيم سوه فټ لوړوالے لري۔ ده ووئيل دلته اسكيئنګ سيالو سره سره د 15 كالو نه كم عمره ماشومانو لپاره الپائن اسكيئنګ او اسكيټنګ سيالۍ ، كرلنګ وغيره سيالۍ هم د سنو فيسټول برخه وه. ده ووئيل دې فيسټيول سره به نړۍ ته يو مثبت پيغام لاړ شي چې پاكستان او خېبر پښتونخوا كښې امن بحال شوے. دغسې د مالاكنډ او هزاره پشمول د خېبر پښتونخوا په نورو برخو كښې هم د سېلګرۍ هلې ځلې زياتې شوې دي. ده ووئيل د ښكلو ځايونو پرمختګ لپاره به بشپړه هڅې كولې شي، صوبه كښې قدرتي مناظر او ښائسته ځايونه ډېر دي. دې سره سره دلته معدنيات، زرعي ذخائر او نور وسائل هم شته. دغسې د قدرتي خوږو اوبو چينې، تالابونه ، آبشارونه او دنګ د واوري غرونه ، شينكې ، وادۍ او نورې نظارې د دې سيمې خاصه ده۔ ده ووئيل چې ټورازم اتھارټۍ مهم غير ملكي او د هېواد سېلګري د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ ځايونو په پلو راغب كولو كښې مهمه كاميابي ترلاسه كړې۔ د اتھارټۍ د اړخه وادي سوات، مالم جبه او د هغې ريزارټ، كالام، ګليات، كمراټ او نور ځايونو كښې تسلسل سره دا ډول هلې ځلي كېږي كومې چې د سېلګرو لپاره زړه راكښونكې وي او د دې اقداماتو په نتيجه كښې هر كال د سېلګرو شميره نوره هم زياتيږي۔
د ګليات ډويلپمنټ اتھارټۍ د اړخه شوې درې ورځنې سنو فيسټيول سره د ګليات سېلګرۍ ته وده ترلاسه شوې. په لويه شمېره د سېلګرو نتھياګلي او ايوبيه ته راتللو سره هوټل انډسټرۍ او نور ځائي كاروباري حلقو ته د روزګار نوې موقعې ترلاسه شوې دي. د خېبر پښتونخوا د وزيراعليٰ خاص مرستيال كامران بنګش د سنو فيسټول پرانستې دستورې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل صوبه كښې د سېلګرۍ ودي لپاره د سېلګرۍ نويو ځايونو ته به وده وركولې شي. د دوه مياشتو په مهال 7 لكه څخه زيات سيلګري كليات ته راغلي دي. د ونټرټوارزم ودې سره ټوله نړۍ كښې د خېبرپښتونخوا مثبت اميج رامخې ته شوې. سنو فيسټول كولو سره كه يو پلو د سېلګرۍ څانګې ته وده ترلاسه شوې نو بل پلو د روزګار نوې موقعې به هم پيدا شي. صوبائي حكومت سېلګرۍ ته ودې وركولو له ټوله صوبه كښې نوي ټوورسټ سپاټس ډويلپ كوي. دې سره صوبه كښې به سېلګرۍ ته لا وده ترلاسه شي. په خېبر پښتونخوا كښې د سېلګرۍ زياتې موقعې شته دا څانګه به ګيم چينجر ثابته شي. ده ووئيل د سېلګرۍ په اړه د وزيراعظم عمران خان په وژن عمل كوو. دې سره به عام وګړي ته په كور د روزرګار موقعې ترلاسه شي۔
خېبر پښتونخوا كلچر اينډ ټورازم اتھارټۍ د كوز چترال ضلعي انتظاميې او د هندوكش سنو سپورټس كلب په اشتراك سره د چترال په ښكلي وادې مداقلشت كښې هم د هندوكش سنو سپورټس فيسټيول د 29 نه تر 31 جنوري كړے. په دې كښې د سكينګ، سنو بورډنګ، آئس سكيټنګ، آئس هاكي، سنو ټريكنګ، د واوري مجسمه جوړولو پشمول د باربي كيو نائټ او موسيقي محفل اهتمام شوے. په فيسټيول كښې 10غير ملكي لوبغاړو او د ټرينرز پشمول د 500 څخه زياتو د سكينګ لوبغاړو ګډون كړے۔ په فيسټيول كښې ګڼ شمير سېلګرو ګډون كړے او د پاكستان د سېلګرۍ ښه ځايونه ئې ستائلي دي۔
سېلګرې څانګو سره تعلق لرونكو چارواكو وئيلي دي چې په دې وروستيو كښې د سنو فيسټولز كولو سره ونټر ټوارزم وده كړې او ګڼ شمير سېلګري د دې فيسټول برخه ګرځيدلي. سره د زيات ساړه او واورې ورېدو ځائي كسانو او سوداګرو ته د كاروبار موقعې ترلاسه شوې دي او د پاكستان ښه او زړه راكښونكي قدرتي مناظر په ټوله نړۍ كښې معرفي كېدو سره د سېلګرۍ ودې سره سره معيشت ته هم تقويت ترلاسه شوے۔