د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مېنځني ختيز لپاره استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ملاقات

image

اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مېنځني ختيز خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د ګل په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے. د پاكستان علماﺀ كونسل لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په كورني او بهرني او د عرب اسلامي نړۍ په صورتحال خبرې شوي . حافظ طاهر محمود اشرفي سره د پاكستان علماﺀ كونسل وائس چيئرمېن مولانا نعمان حاشر هم موجود ؤ.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں