د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په هرنائي كښې د اېف سي په پوسته د ترهګرو د ډزو سخته غندنه وكړه

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د بلوچستان په هرنائي سيمه كښې د اېف سي په پوسته د ترهګرو د ډزو سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې د ترهګرو د بزدلانه كارروائې د قوم حوصلې نه شي ماتولې. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې په بلوچستان كښې د ترهګرو په بزدلانه بريد كښې شهيد شويو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوو كومو چې د خپلې وظيفې ترسره كولو په مهال د ځان قرباني وركړې. ده د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه. وفاقي وزير ووئيل چې ترهګر به خپل انجام ته رسولې شي.

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں