په سوئيلي وزيرستان كښې په چېك پوسټ د ترهګرو بريد، د پاك پوځ 4 ځوانان شهيدان شول، د ډزو په تبادله كښې 4 ترهګر وژلے شوي. آئي اېس پي آر

image

پېنډې 12 فروري (اے پي پي) په سوئيلي وزيړستان كښې د امنيتي ځواكونو په چېك پوسټ د شپې ناوخته ترهګرو بريد كړے او د ډزو په تبادله كښې 4 ترهګر وژلے شوي. په بريد كښې د پاك پوځ 4 ځوانان هم شهيدان شوي. د آئي اېس پي آر له مخې دا پېښه د سوئيلي وزيرستان په مكين سيمه كښې رامېنځ ته شوې. د پاك پوځ په شهيدو شوو ځوانانو كښې لانس نائيك عمران علي، سپاهي عاطف جهانګير، سپاهي انيس الرحمان او سپاهي عزيز شامل دي. په سيمه كښې د كليئرنس آپرېشن روان دے.

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں