د كشمير پارليماني كمېټۍ چیئرمین شهریار خان آفریدی پی ټی وی سره خبرې

image

اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) د كشمير پارليماني كمېټۍ چیئرمین شهریار خان آفریدی وئيلي دي حكومت هېواد څخه د هارس ټرېډنګ سياست ختمولو له د سېنېټ راروانې ټاكنې د شو آف هېنډ د لارې كولو لپاره عزم لري۔ پاكستان تحريك انصاف (پی ټی آئی) د حكومت فعاله قانون سازۍ كښې برخه اخستو له او قامي ګټې له وفادارو ٬ نظرياتي او د باور وړ غړو ته د سېنېټ ټكټونه وركړي۔ د نهې په ورځ پي ټي وي سره خبرو كښې هغه ووئيل زه وزيراعظم عمران ته سلام كوم چا چې د هېواد او قام سياسي خذمات تر مخه ايماندارو او د باور وړ كسانو ته د سېنېټ ټاكنو كښی برخه اخستو له ټكټونه وركړي۔ هغه ووئيل پی پی پی او پي اېم اېل (اېن) د بدعنوانه سياست ټول عمري ملاتړ كړے او هېواد كښې هغوي د هارس ټرېډنګ په ډول تر ټولو ناوړه سياست معارفي كړے ۔ شهریار آفریدی زياته كړه چې اپوزيشن دې پارليمنټ ته راشي او خپله رائې دې وركړي۔ پارلیمنټ خبرو لپاره تر ټولو غوره فورم دے۔ هغه باور څرګند كړو چې د سېنېټ راروانو ټاكنو كښې به د پي ډي اېم رياست مخالفه بيانيه مسترد كړې شي او پي ټي آئي به د يو اكثريت لرونكې پارټۍ په توګه رامخې ته شي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں