کوټلی۔21فروری(اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان د كال 2000ﺀ فرورۍ مياشتې په 25 مه نېټه په لائن آف كنټرول كال ډبسي كلي كښې د هندي پوځ د لاسه په يوه شپه كښې د شهيد شويو 14 كسانو په ياد كښې د فرورۍ 25 مه نېټه د شهيدانو ورځې په توګه په سركاري كچه د لمانځلو اعلان كړے دے۔ په دې لړ كښې د ډپټي كمشنر ډاكټر عمر اعظم خان په وېنا اسسټنټ کمشنر سردار عمر فاروق د انتظاماتو جاج اخستو له د يونين كونسل ډبسي دوره وكړه۔ په دغه موقعه د شهيدانو ګڼ شمېر خپلوان موجود وو۔ اسسټنټ کمشنر سرار عمر فاروق په دې موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل د فرورۍ 25 مه نېټه به په سركاري كچه د لنجوټ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو په توګه لمانځلې شي۔ بلخوا اولس د حكومت د دې اقدام ستائنه كړې ده۔ كراچۍ كښې د مظاهرچيانو د جنګ او جيو ګروپ په مركزي دفتر د بريد غندنه كوؤ۔